تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تر ټولو ښکلی لومړی وزیر څوک دی؟
داسې وېبپاڼې هم شته چې د مختلفو هېوادونو د مشرانو او سیاستوالو ښکلا پرتلي.
په دوی کې hottestheadsofstate.com هم د نړۍ د ښکلو مشرانو کچه مالوموي.
دا مهال د ښکلو واکمنو په نوملړ کې د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو تر ټولو بر، د اسپانیا پیدرو سانچیز دویم، د بوتان شاهنشا جګمی ګیسار نامیګل وانګچک دریم ځای لري.
اوس خواله رسنیو کې دا بحث دی چې که څو ورځو کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خپل حکومت جوړ کړي، نو ایا هغه به د یو هېواد د تر ټولو ښکلي واکمن نوم وګټي که نه.
یوه ټوېټر کارنه عایشه لیکي:
ښاغلو او اغلو جسټن ټروډو پرېږدئ، اوس ستاسو مخ ته راځي د اسلامي جمهوریت پاکستان تر ټولو ښکلی لومړی وزیر، ښاغلی عمران خان.
د ټاکنو د بري تر وینا وروسته د ورته فکر لرونکې خبریالې رابعه انعم ولیکل، چې اوس ټروډو د نړۍ تر ټولو ښکلي واکمن نه دی.
د ټوېټر بل کارن انجینر صدام خان لیکي:
ښایسته ټروډو، زما له لومړي وزیر عمران خان سره وګوره، مه شرمېږه چې هغه له تا ډېر ښکلی دی.
ماریه شمیم لیکلي:
ټروډو، میکخوا، جسنډا او اوس عمران خان، دا ځوانان(ځوان ښکاري)، د ښکلو مشرانو پېر دی.
خو داسې هم نه ده چې ټول د عمران خان پلویان دي.
عاشر سلام لیکلي: اوس نوي پاکستان کې د سترګو د درملنې روغتونونو ته اړتیا ده، په تېره د هغو خلکو لپاره چې عمران خان تر جسټن ټروډو ښکلی بولي.
پخواني نوملړ کې
عمران خان لا مخکې هم په دا ډول نوملړونو کې شته.
په دې کې د نړۍ د نهو ښکلو سیاستوالو درجه ټاکل شوې.
د ایټالیا پخوانی وزیر مارا کارفانا په سر کې، د پاکستان پخوانۍ بهرنیو چارو وزیر حنا رباني کر دریمه او عمران خان نهم نمبر راغلی دی.
دا چې دا رپوټ پر سیاستوالو ولاړ دی، پر مشرانو ولاړ نه دی، نو د عمران خان مینوال هیله من دي چې که بیا تازه شي نو عمران خان به پورته شي.