تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي: له سندرغاړي غېږ تاووونکې مېرمن پولیسو نیولې
په سعودي کې یوه مېرمن پولیسو په دې تور ونیوله چې د دریځ سر ته پورته شوه او له سندرغاړي یې غېږ تاوه کړه.
عراقي الاصله سعودي سندرغاړي ماجد المهندس د سعودي د لوېدیځ ښار طیف په یوه فیسټیوال کې سندرې ویلې چې یوه مخ پټې او پوښلې مېرمن دریځ ته ورپورته شوه او هغه یې په غېږ کې کلک ونیوه.
پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې امنيتي کسان هڅه کوي یاده مېرمن د سټېج له سره کښته کړي، خو هغې ځان پر سندرغاړي پورې کلک نښلولی وي.
امنیتي کسانو تر څو ثانیو وروسته یاده مېرمن له سټېجه کښته کړې او له صحنې یې ویستلې ده.
ښځې سعودي کې اجازه نه لري چې له محرمو کسانو پرته نورو نارینه وو سره په عامه ځایونو کې یو ځای شي.
ښاغلي مهندس چې په خپله ویب پاڼې کې ځان ته د "عربو شهزاده سندرغاړی" وايي، د پېښې په اړه يې هیڅ ونه ویل او له دې پېښې وروسته یې خپلو سندرو ته دوام ورکړ.
پولیسو د سعودي مخکښې ورځپاڼې عکاظ او ایفي خبري اژانس ته ویلي، یو څارنوال به د جنسي ځورونې په تړاو له دې ښځې پوښتنې ګروېږنې وکړي.
د یادې مېرمنې هویت رسنیز شوی نه دی.
سعودي عربستان د شراب څښلو، د حجاب اغوستلو، د ښځو او نارینه وو جلا ساتلو په تړاو کلک اخلاقي قانون لري.
په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې په عامه ځایونو کې یو شمېر بندیزونه له تېر کال راهیسې لغوه شوي دي.
سعودۍ مېرمنو اجازه ومونده چې کنسرټونو او حتی د فوټبال لوبې لیدلو ته لاړې شي.
له تېرې یوې میاشتې هغوی همدارنګه کولی شي په ښارونو کې موټروانې وکړي.