استرالیا کې ګرمه هوا؛ موټر سړکونو کې نښتي

د عکس سرچینه، DAVID ANTHONY / TABLELANDER
په استرالیا کې ګرمې هوا د سړکونو قیر اوبه کړی چې موټر چلوونکي یې اړ کړي موټر پر سړکونو پرېږدي او ترې لاړ شي.
د راپورونو له مخې، د استرالیا په کوینزلېنډ ایالت کې ۵۰ موټر له دغې پېښې سره مخامخ شوي دي.
د یاد ایالت یوه اوسېدونکي جو پارونیلا ای بي سي خبري اژانس ته ویلي:
" تر اوسه مې داسې څه نه و لیدلي. تېره ورځ چې په دې اړه خبرونه خپاره شول، باور مې نه کېده."
د پخو سړکونو د ویلي کېدو لامل ګرمه هوا ښودل شوې ده.
د دغه ایالت بل اوسېدونکي ډبورا سټیسي ویلي، ډېره اندازه قیر اوبه شوی چې د موټرو د تګ تګ مخه یې نیولې ده.
نوموړي زیاته کړې، تر څو ورځو یخې او باراني وروسته په دغه ښار کې د ډېرې ګرمې هوا شاهدان یو.
د سړکونو د سر قیر ویلې کېدل د دې لامل شوي چې پر سړکونو له مخکې جوړو تمپولو (خنډونه) ته زیان ورسېږي.
د کوینز لېنډ د ترانسپورت چارواکو ویلي، هغه موټر لرونکو ته چې موټر یې په دغه پېښه کې ګیر پاتې شوي، تاوان ور کوي.
دا هم د لوستلو دي











