د فاریاب پېښې 'وښوده چې طالبان یوازینی ګواښ نه دی'

واشنگټن پوست ورځپاڼې فارياب ولايت کې د تېرې ورځې پېښو ته په اشاره يو مطلب خپور کړى چې سرليک يې دى "د ځواکمن قومندان پلويانو وښودله چې طالبان افغانستان کې يوازينى گواښ نه دى".

ورځپاڼه وايي په داسې حال کې چې ولسمشر غني هڅه کوي طالبانو سره د سولې د خبرو اترو بهير زور واخلي د تېرې ورځې تاوتريخوالي داسې اندېښنې را وټوکولې چې حکومت اوس هم د لږکيو د ځينو مشرانو له لوري فشار سره مخامخ دى چې کېداى شي واکمني يې کمزورې شي.

ورځپاڼې د پارلمان د يوۀ غړي په وينا ليکلي چې لاريونيانو د فارياب د ملي امنيت دفتر ته ننوتل او بيا يې د ولايت ودانۍ ته ننوتل، ويې لوټه او ځينې برخې يې ويجاړې کړې.

ورځپاڼه وايي دغه راز خپلسرې ډلې د مرکزي حکومت او افغانستان کې د ثبات پر وړاندې يوه ننگونه ده او د فارياب پېښه ښيي چې وسله والې ډلې، ان هغه چې د طالبانو خلاف دي، کولاى شي جدي ستونزې را منځته کړي.

د نيول شوي قومندان قيصاري پلويان بيا د هغه نيونه يوه توطيه بولي.

ورځپاڼه په پاى کې د نجيب محمود په نامه د يوۀ سياسي شنونکي په وينا ليکلي د ولسمشر غني حکومت اوس په دوو کې گېر دى، که نظام الدين قيصاري له بنده نه پرېږدي، ښايي احتجاجونه او تاوتريخوالى پراخ شي او که يې پرېږدي نو نوموړى به لا پياوړى شي. په دواړو حالاتو کې پر حکومت فشار ډېرېږي.

ډېلي مېل:

برتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې د يوۀ افغان ژباړونکي کيسه راخيستې چې څو ورځې وړاندې په کابل کې پر گاډي يې ډزې شوي دي.

دغه ژباړونکي ويلي چې بريدگر به ښايي طالبان يا داعش و. ورځپاڼې د دغه ژباړونکي نوم نه دى اخيستى خو وايي افغانستان کې له برتانوي ځواکونو سره د د دندې موده تر بل هر ژباړونکې ډېره ده او يو له هغو کسانو دى چې ورته د بريتانيا ويزه نه ده ورکړل شوې.

عرب نيوز:

عرب نيوز ورځپاڼې ليکلي، د سعودي پوليسو دوه تنه په مکه ښار کې د يوې ښځې د موټر سوځولو په تور نيولي دي.

د مکه ښار چارواکو ويلي يوۀ سړي يوې مستري خونې ته څېرمه د دغې ښځې پر موټر تيل وپاشل او له دويم وگړي يې وغوښتل چې د گاډي په سوځولو کې ورسره مرسته وکړي.

د دغه گاډي څښتنې سلما شريف چې ٣٣ کال عمر لري د ښځو پر گاډي چلولو د بنديز له لېرې کېدو وروسته په گاډي چلولو پيل کړى.

چارواکو ويلي د دغې ښځې هر راز ملاتړ ته چمتو دي.