تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اریانا سعید د اتلانتیک شورا د ۲۰۱۸ کال جایزو نوملړ کې
په پام کې ده چې د اتلانتیک شورا د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ او ۶۴مې وزیرې ډاکټرې میډلین البرایټ، افغان سندرغاړې اریانا سعید، ښځينه بشري فعالانو، او د تلوېزیون ځینو څېرو او د سوریې فعالې او د "Dear World" کتاب لیکوالې بانا العابد ته د ازادۍ جایزې ورکړي.
دا جایزه به د راتلونکې جون میاشتې پر ۲۳مه د جرمني برلین ښار کې د یادې جایز د کلنيو مراسمو پرمهال ورکړل شي.
دوی ټولې به د جایزو د وېش مراسمو کې ګډون وکړي.
د اتلانتیک شورا مشر فریډرایک کیمپ وویل: "په داس حال کې چې موږ سږکال د ازادۍ د جایزو لسمې کلیزې ته په برلین کې چمتووالی نیسو، دا د ماضي د منعکسولو یوه مهمه شېبه ده چې له ځانه وپوښتو، د نړۍ د دې استثنايي پېر بدلون کې ازادي څه معنا لري."
نوموړی وايي: "زموږ د ۲۰۱۸ کال د جایزو په دغه مراسمو کې به ګډون کوونکي له بېلابېلو سیمو او نسلونو څخه وي، خو دوی به یو ځای په مینې او سرښندنې سره د ازادۍ د ریښو ټینګېدونکو لاملونو د یوې نړیوالې ټولنې جوړولو ته وهڅول شي، چې دیموکراسي او بشري حقونه پیاوړي کړي."
د اتلانتیک د ازادۍ جایزو ته داسې عام کسان او سازمانونه معرفي کېږي، چې د نړۍ په لر او بر کې د ازادۍ مدافعین او د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي.
د برلین د دېوال چپه کېدو د کلیزې په مناسبت، په ۲۰۰۹ کال په جرمني کې د ازادۍ جایزه معرفي شوه او د ازادۍ پرمختګ کې یې د امریکایانو، جرمنیانو، پولنډیانو او د چیک وګړو سوله ییزې هڅې او د سلواکیایانو هلې ځلې وستایلې. د ناټو د ټلوالې ځواکونو هغه هڅې هم وستایل شوې چې د سړې جګړې پای ته رسېدو په تړاو یې کړې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې اغلې البرایټ ته د نړیوالې ډیموکراسۍ او د ځینو ستونزو د حل لارې موندلو له کبله دا جایزه ورکول کېږي.
افغان سندرغاړې اریانا سعید ته دغه جایزه د ښځو د حقونو او د جنډر د برابرښت کمپاین او ددې د سندرو له کبله ورکول کېږي، چې په افغانستان او نوره نړۍ کې د ښځينه مشرانو د راتلونکي نسل لپاره الهام ګرځېدلی.
بانا العابد ته دا جایزه ځکه ورکول کېږي، چې پر خواله رسنیو یې د سوریې د اورپکو واک کې سیمو کې د ماشومانو ناورین ته د نړیوالو پام ور اړولی دی.
د اتلانتیک شورا سربېره، د ۲۰۱۸ کال د ازادۍ جایزې کوربه توب د "۳۶۰/ او اېس اوپن سورس سرمشریزې" پرغاړه هم دی.
دغو مراسمو کې به خبریالان، فعالان، نوښتګر او پالیسي جوړوونکي د نړۍ له ګوټ - ګوټه ګډون وکړي.