تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګارډین: "ټرمپ اور بل کړ، خو مړ یې نه کړ"
ګڼو نړیوالو ورځپاڼو قدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو موضوع راخیستې ده، چې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
بریتانیايۍ "کارډین" ورځپاڼې لیکلي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اور بل کړ خو د ګُل / مړه کولو لپاره یې پلان نه لري.
بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لیږدولو ته په اشارې سره د ګارډین د دې مطلب لیکواله وايي په منځني ختیځ کې د ډونلډ ټرمپ کړنې دپلوماتیکې نه دي، یوازې اور بلوي او سیمه ده چې د ښاغلي ټرمپ د کړنو په پایله کې د رامنځته کېدونکې اړودوړ بیه به پرې کوي.
د مطلب لیکواله راشیل شابي وايي، د ټرمپ دا ګام په څو ساعتونو کې د لسګونو فلسطینیانو د وژل کېدو لامل شو.
د فلسطیني چارواکو په وینا لږ تر لږه ۵۵ فلسطینیان په غزه کې اسراییلي ځواکونو لخوا وژل شوي او ۲۷۰۰ نور ټپیان دي.
ورځپاڼې له دې مقالې سره یو انځور خپور کړی، چې د سفارت لېږدولو د خوښۍ مراسمو کې ایوانکا ټرمپ له خپل مېړه او د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه له مېرمنې سره یوځای ولاړه ده او چک چکې کوي.
"خوږه، خو ترخه شېبه"
د انځور بله غاړه کې یو غزې تړانګه کې یو فلسطینی ځوان له یوې حجاب لرونکې پېغلې سره یوځای ښکاري، چې د فلسطین بیرغ یې جګ نیول، ځوان د لوګي ضد ماسک اچولی او شاوخوا یې اور لمبې وهي.
شابي وايي، په سیمه کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی مارټن انډیک ددواړو انځورونو پر توپیر پوهېږي او دا وايي "دا خوږه خو ترخه شېبه ده.".
د سفارت لېږدول د اسرائیلو د جوړښت له اویایمې لسیزې سره برابره دي.
د مطلب لیکواله وايي، په منځني ختیځ کې د ټرمپ کړنې دیپلوماتیکې نه دي، بلکې مازي په سیمه کې د اور بلولو پیلامه ده، چې سیمې ته په ډېر زیان تمامېږي.
"ټرمپ نړۍ ک د لویو شخړو له حل ډېر لرې دی"
انډپنډنټ ورځپاڼې د لوېدیځې تراډې له زیتون کلي نه د ډونلډ ماکنټایر یوه مقاله خپره کړې، چې وايي: "سفارت په قدس کې پرانیستل کېږي او له څو کلونو وروسته غزه کې تر ټولو خونړیو ورځو کې وګړي وژل کېږي".
ماکنټایر وايي، د پاڅون اویایمه کلیزه کې فلسطینیانو ته دا ورځ ډېره ترخه تمامه شوه، چې دا ټول د ټرمپ د سیاستونو له کبله دي، خو دی [ټرمپ] د نړۍ تر ټولو لویو شخړو له حل نه ډېر لرې دی:
"په دې کچه مرګژوبله موږ پر ټرمپ ملنډو وهلو ته اړباسي، هغه څو ځلې ټینګار کړی چې د شخړې سوله ییز حل غواړي، خو پر دې کار یې په نړیواله کچه نیوکې شوې او دی بې باکه دی".
"په معترضینو کې ښځې او ماشومان هم دي، چې د اسراییلو سرحدي اغزنو سیمونو ته یې د نژدې کېدو هېڅ نیت نه درلود، تېره ورځ چې د غزې تراډې او اسراییلو پر پوله کومې پېښې وشوې، له څو کلونو راهیسې تر ټولو خونړۍ پېښې دي."