تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هوايي کې د اورشبندي لوګي، اور او چکړې
د امریکا د هوايي ایالت په بګ ای لېنډ کې له اورشیندي یوه ورځ وروسته یو په بل پسې زلزلې وشوې.
د جمعې په ورځ هم په بګ ای لېنډ کې د اورشیندي له امله څو کورونه وران شول.
د اورشبندي لاوا تر ۳۰ مترو لوړه لاړه او ځنګلونو او سړکونو کې خوره شوه.
هوايي کې چارواکي وايي، درې سړکونو باندې هم د اورشبندي لاوا یا چکړې پرتې دي او خلکو ته سپارښتنه کوي چې له هغه ځای لرې شي.
دوی وايي دغه سیمه کې وژونکی سلفر ډي اکسایډ ګاز یا ګوګړ خپور شوی او هلته مرستندویه ډلې لېږل له ستونزو سره مخ دي.
سخته زلزله او د ځمکې چاودل او له هغه ځای د لوګیو او چکړو پورته کېدل له اورشبندي یوه ورځ وروسته پېښېږي.
د زلزلې سختو جټکو سیمه ولړزوله، چې د ریختر په کچه ۶،۹ درجې وه. دا له ۱۹۷۵ کال راهیسې په سیمه کې تر ټولو سخته زلزله وه.
د دې ستونزو له امله د څه مهال لپاره برېښنا پرې شوه او خلک له کورونو ووتل، خو د څونامي خبرداری خپور نه شو.
یو استوګن وايي، څوارلس کاله مخکې یې چې دلته واړول، نو پوهېده چې یوه ورځ به داسې هرو مرو کېږي.
د پنجشنبې په ورځ له اورشبندي پیلېدلو سره سیمه کې بېړنی حالت اعلان شو او تر ۱۷۰۰ کسان له سیمې و اېستل شول.
دا په نړۍ کې تر ټولو فعال اورشبندی دی چې څه موده وروسته یا د زلزلې له امله کارند کېږي.
۔