هند کې توپان سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د هند په سوېل راجستان او اوتر پردېش ایالتونو کې توپان لږترلږه ۷۴ کسانو ژوند اخیستی.

د ریپوټونو له مخې توپان کې په سلګونه کسان ټپیان شوي هم دي.

د تالندې د ډېروالي له امله د کورونو چتونه را غورځېدلي. ډېری وژل شوي کسان په کورونو کې ویده وو چې د کورونو چتونه پرې لوېدلي دي.

دې ټوپان ونو او ځنګلونو ته هم زیان اړولی.

چارواکي وايي، مرستندویه کسان سیمې ته رسېدلي دي.

په دې سیمه کې د توپان راتلل عادي خبره ده خو د وژل شوو کسانو د شمېر ډېروالی بې ساری دی.

هندي چارواکو ویلي د وژل شوو کسانو شمېر به له دې هم لوړ شي.

دوی زیاتوي له هغو کسانو سره به مرسته کوي چې په دې ټوپان کې زیانمن شوي.