پېرو کې د ماشومانو وژلځی

پېرو کې لرغونپوهانو داسې سیمه موندلې چې د انسان تاریخ کې د ماشومانو پراخه قرباني ښيي.

دا موندنې د پیرو شمالي سمندرغاړه کې له ۱۴۰ ډېرو سیمو کې دي چې نږدې په یو وخت پکې ډېر ماشومان قرباني شوي دي.

دا موندل شوې سیمه د نننۍ تروخیوي سره نږدې د چیمو لرغوني تمدن مرکز سره ده.

له دوو سوو ډېر لاماګانې هم له ماشومانو سره یو ځای قرباني شوې دي.

دا موندنې د نېشنل جیوګرافي په مالي ملاتړ شوې دي او یواځې د دې موسسې پر وېبپاڼه لیدل کېږي.

په دې پروژه کې یو مهم څېړونکی جان وارنو وايي، د دا ډول موندنې هیڅ فکر ور سره نه و.

پر ۲۰۱۱ کال د ډلوژنې اړوند لومړنۍ موندنې په د لاس لاماس په هانچاکیتو کې وې.

دا موندنې چې په ۳۵۰۰ کلن پخواني عبادتځي کې وې، د ۷۴ قربانیانو پاتې شوني پکې وموندل شول.

د نېشنل جیوګرافي د رپوت له مخې په تازه موندنه کې د ۱۴۰ ماشومانو د مړو پاتې شوني دي چې له ۵ تر ۱۴ کلونو عمر لري، که څه هم ډېری یې له ۸ تر ۱۲ کلونو دي.

په دې پاتې شونو کې د ماشومانو د هډوکو په ګډون د زخمونو نښې د هډوکو تر ژورو رسېدلې دي او دا ښيي چې د دوی زړونه له بدن اېستل شوي دي.

دا نظریه د دوی د قرباني کېدلو فکر زیاتوي.

په ورته مهال له دې ماشومانو ډېری یې د سیلفر سیماب په سره رنګه نښه شوي دي، چې په پوره باور د قربانۍ د مراسمو برخه بلل کېږي.

لاما ګانې چې ورته برخلیک یې درلود له ۱۸ میاشتو کم عمر لري او مخ په ختیځ ښخې کړل شوې دي.