تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني کې بريد ګڼ کسان وژلي
له جرمني ترلاسه شوي رپوټونه وایي، په لوېدیځ مونسټر ښار کې یوه لارۍ پر پلو خلکو ور ختلې او لږ تر لږه دوه کسان یې وژلي دي.
په پېښه کې شاوخوا ۲۰کسان ژوبل شوي هم دي.
د اې اېف پي خبري اژانس وایي، بریدګر تر برید وروسته ځان هم ویشتلی او مړ دی.
جرمني پولیس وایي، امکان شته چې دا دی یو ترهګر برید وي، خو لا په ډاډ سره څه نشي ویلي.
رپوټونه وایي، موټروان پر هغو خلکو خپل موټر ور وخېژاوه چې د رستورانونو مخې ته ناست وو.
یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل، تر پېښې وروسته د پولیسو چورلکې هم را ورسېدلې او لا هم په هوا کې ګرځي.
پولیسو پر خلکو غږ کړی چې د پېښې له ځایه دې لېرې اوسي.
یاده دې وي چې په ۲۰۱۶ کال کې هم د جرمني په پلازمېنه برلېن کې یوه لارۍ پر روانو خلکو ور ختلې وه او ۱۲ کسان یې وژلي وو.