تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۳۵ کاله وروسته سعودي کې بیا سېنما پرانیستل کېږي
نړۍ کې د سېنما جوړولو تر ټولو لویه کمپنۍ اې اېم سي وايي، د روانې میاشتې پر ۱۸ سعودي عربستان کې خپله لومړنۍ سېنما خونه پرانیځي.
له ۳۵ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې پر سېنما بندیز و او دا له لسګونو کلونو وروسته لومړنۍ سېنما ده چې دلته به کار پیل کړي.
د اې اېم سي ویاند راین نونان بي بي سي ته ویلي، په دې برخه کې یې د سعودي د حکومت د عامه پانګونې صندوق اړوند یوې کمپنۍ سره تړون کړی دی.
" د تړون له مخې اې اېم سي سعودي عربستان کې خپله لومړنۍ سېنما پلازمېنه ریاض کې پرانیځي. "
د ښځو څوکۍ
د دې کمپنۍ ویاند وپوښتل شو چې سېنما ته به ښځې د تګ اجازه ولري او څوکۍ به یې بېلې که له نارینه وو سره یو ځای وي؟
هغه ځواب کې وویل، چې دمګړۍ په دې تړاو څه نشي ویلی.
د سعودي عربستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم یوه بیان کې د سېنما جوړولو تړون تایید کړی دی.
دا کمپنۍ و ايي، راتلونکو پنځلسو کلونو کې د سعودي عربستان ښارونو کې له ۳۰ تر ۴۰ سېنماوې پرانیستل کېږي.
پلان دا دی چې د دې سېنماوو شمېر تر ۲۰۳۰ کال سلو ته ورسېږي.
اې اېم سي په نړۍ کې نږدې زر سېنماوې جوړې کړې دي.
مېرمنو ته ازادي
تېر کال لومړی ځل سعودۍ مېرمنو ته د موټروانۍ اجازه ور کړل شوه.
دغه هېواد کې له ۱۹۹۰ کال راهیسې پر ښځو د موټروانۍ بندیز و.
دا د قانون بندیز نه و، بلکې د ټولنیز او کلتوري اړخ له امله دوی موټرواني نشوه کولی.
تېر کال سعودي کې مېرمنې اول ځل لوبغالو ته هم لاړې.
د بدلون سرلاری
په سعودي عربستان کې د دا ډول بدلون سرلاری د دغه هېواد ۳۲ کلن ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان دی.
نوموړی غواړي خپل دودپالي هېواد له ازادخیالې نړۍ سره سم پر مخ بوځي.
محمد بن سلمان د خپل هېواد لپاره د ۲۰۳۰ کال لیدلوری (ویژن ۲۰۳۰) هم چمتو کړی دی.
نوموړی په دغه پلان سره غواړي چې د سعودي اقتصاد پر تېلو له تکیا را وباسي.