تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''د عزت مرګ د خلکو حق دی''
د هند سترې محکمې هغو کسانو ته چې نه غواړي ژوند وکړي، د درملنې بندولو اجازه ورکړې. دغه ډول مړینې ته پسېف ایتونیزیا ویل کېږي.
د محکمې امر له مخې به د لارښوونو له پلي کېدو وروسته د سختو ناروغانو ژر مړینه ممکنه شي.
د امر له مخې به د درملنې پرېښودو اجازه یوازې په لا علاجه ناورغیو اخته او یا هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د کوما حالت کې وي.
د هندي قاضیانو په امر کې ویل شوي، چې د عزت مړینه بنسټیز حق دی او د یوه کس مړینې یا ژوندون هیله به د محکمې لخوا تایید کېږي.
هغو عریضه کوونکو چې وايي، په سختو ناروغیو اخته خلک له درناوي سره د مړینې حق لري، د محکمې دغه پرېکړه ستایلې ده.
د مشترک هدف په نامه د عریضه کوونکو ډلې مشر ویپول مودګال، بي بي سي ته وویل:
''داسې حال کې چې ساینس پرمختګ کړی، ناروغه کسان له مصنوعي لارې ساه اخلي او روغتونونه ورنه پیسې اخلي ، ننۍ پرېکړه خورا مهمه لاسته راوړنه ده. ''
۲۰۱۱ کې د هند سترې محکمې امر کړی و، چې یوازې استثنايي حالت کې په سختو ناروغانو آکسیجن بندېدلی شي.