سوري ماشومان د ملګرو ملتونو "کفن" کې

د عکس سرچینه، TWITTER
پر خواله رسنیو د سوریې غوطې سیمې د دوو وژل شویو سوري ماشومانو هغه انځورونه ډېر لاس په لاس شوي، چې د ملګرو ملتونو پلاستیکي خلتو کې یې مړي نغښتل شوي.
پر دغو خلتو، چې ماشومانو ته د کفنونو استفاده ترې شوې، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو نښانونه ښکاري.
دغه ماشومان د سوري حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ د اوربند په موده کې د حکومت هوايي برید کې وژل شوي.
په ختیځه غوطه کې د حکومت پلوو ځواکونو له خوا د پرله پسې هوايي بریدونو له کبله سلګونه وګړي وژل شوي.
که څه هم هلته د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان څو ورځې تم شوی و، خو کله چې د ورتګ اجازه ورکړل شوه، بیا هم حکومت پلوو ځواکونو بریدونه پیل کړل او کاروان بېرته له سیمې ووت.
په دې کاروان کې خوراکتوکي او درمل بار دي.

د عکس سرچینه، WITTER
دغه کارن لیکلي: "د غوطې ماشومانو ته کفنونه نشته... د ملګرو ملتونو د مرستو له خلتو کفنونه ورته جوړ شوي. بې سابقې شرم دی... چارواکي نور ضمیر نه لري او د خپل ولس د بچیانو له قاتلانو سره یې لاس یو کړی. سوري وګړي له خدای پرته بل څوک نه لري."

د عکس سرچینه، WITTER
د ریما العضیب په نوم یوې بلې ټویټر کارنې لیکلي: "بخښنه غواړم ملګروملتونو، دوی هېڅ کفن نه لري چې خپل ماشومان پکې ونغاړي. ستاسې پر انسانیت شرم."
په پام کې وه چې غوطې ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسولو کاروان هره ورځ د پنځه ساعته اوربند رامنځ ته کېدو په لړ کې استول واستول شي.
د خواله رسنیو، په تېره بیا ټویټر کارنو پر غوطې د حکومتي ځواکونو او روسي بمباریو کې د ماشومانو ساتنه کې د ملګرو ملتونو د ناکامۍ خبرې لاس په لاس کړې دي.
ملګرو ملتونو غوطې ته د مرستو تر ۴۰ ډېرې بار لارۍ استولې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
فعالان وايي، د اوربند سربېره حکومتي ځواکونو لسګونه کسان وژلي دي.
په تېرو څو اونیو کې پر ختیځې غوطې د حکومتي ځواکونو بریدونو کې لږترلږه ۷۱۹ کسان وژل شوي چې ګڼ پکې ماشومان دي.

د عکس سرچینه، AFP








