تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر یوه کميس لیکل شوی بشپړ قرآن کریم
- Author, مرزا اي بي بیګ
- دنده, بي بي سي ډیلی
د هند پلازمېنې نوي ډیلي ملي موزیم کې لومړی ځل د قرآن کریم تاریخي نسخې د نندارې ته ایښوول شوې دي.
د فبرورۍ له ۲۷ بیا د مارچ تر ۳۱ پورې د دغو نسخو زیارت کېدای شي.
د قرآن کریم دغه ټولې نسخې د ملي موزیم ملکیت دي او لومړی ځل اجازه ورکول کېږي چې ولس یې وګوري.
دغه نندارتون کې د اسلام خلیفه حضرت علي په لاس لیکل شوی قرآن کریم هم شته، چې په کوفي خط پر یوه پوټکي لیکل شوی دی.
په نندارتون کې په کوفي، نسخ، ریحان او بهاري خطونو لیکل شوې د قرآن کریم نسخې ایښي دي. د ملي موزیم مشر ډاکټر بي ار مني وايي، د نندارتون تر شا د مسول خطیب الرحمان هڅې دي.
خطیب الرحمان وايي، نندارتون کې د قرآن مجید داسې نسخې هم شته، چې د سرو زرو په اوبو لیکل شوي دي او ځینې ځایونو کې لاجورد ټومبل شوي دي. نوموړی وايي، یوه نسخه کې د الله نوم تر پایه په سرو زرو لیکل شوی دی.
نندارتون کې یو کمیس لیدل کېږي، چې بشپړ قرآن کریم پرې لیکل شوی دی. خطیب الرحمان ادعا کوي، چې دا نړۍ کې لومړنی کمیس دی، چې په ډېر دقت سره پرې په نسخ لیکدود قرآن مجید لیکل شوی او د الله تعالی ۹۹ نومونه په ریحان خط لیکل شوي دي.
د قرآن کریم له ځینو نسخو سره د هند د پاچاهانو اورنګزیب او شاه جهان مهرونه هم نندارې ته ایښي دي.
خطیب الرحمان وايي، بهاري لیکدود عربي ژبې ته د هند ډالۍ ده، چې دا په خپل ځای لویه لاسته راوړنه ده.
مرزا ذکي احمد چې نندارتون ته راغلی و وايي، د ملي موزیم دغه هڅه د ستاینې ده او نوموړي له چارواکو وغوښتل چې د هېواد نورو برخو کې هم دغه ډول نندارتونونه جوړ کړي.
د ملي موزیم پخوانی مسول ډاکټر نسیم اختر وايي، دې موزیم کې د فارسي ژبې خورا مهم تاریخي اثار هم شته، چې پکې د حافظ شیرازي او سعدي لومړني اثار هم شامل دي.