پاکستان کې د بشري حقونو فعاله عاصمه جهانګير ومړه

د عکس سرچینه، AFP
- Author, اظهارالله
- دنده, بي بي سي/پښتونخواه
پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او د پاکستان سترې محکمې د وکيلانو وروستۍ مشره عاصمه جهانګير په لاهور کې د ۶۶ کلونو په عمر ومړه.
له بي بي سي سره په خبرو کې د عاصمې جهانګير لور منيزې جهانګير د خپلې مور د مړينې پخلی کړی دی.
د رپورټونو له مخې د يکشنبې پر ورځ د عاصمې جهانګير روغتيايي حالت خراب شو او روغتون ته له لېږدولو وروسته يې ساه ورکړه.
عاصمه جهانګير په ۱۹۵۲م کال په لاهور کې زيږېدلې وه۔ نوموړې د پاکستان د بشري حقونو کميسيون مشره هم پاتې شوې او لومړنۍ پاکستانۍ ده چې د دې هېواد د سترې محکمې د وکيلانو د مشرې دنده يې ترسره کړې ده.
عاصمه جهانګير په پاکستان کې د بشرې حقونو د فعالانو پر مشرتابه او امنيتي ادارو له نيوکو کوونکو څخه وه.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين او لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د نوموړې د مړينې له امله خواشينې څرګنده کړې ده.

د نوموړې د مړينې له امله په پاکستان او له پاکستانه بهر پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر خلکو د بشري حقونو لپاره د نوموړې کار ستايلی دی.
پر ټويټر يو پاکستاني خبريال رضا رومي ليکې، "عاصمه جهانګير د رښتيا ويلو لپاره ژوندۍ وه"۔
د عوامي نشل ګونډ سياستول مياافتخار په خپل ټويټر پاڼه د نوموړې د مړينې له امله خواشیني څرګنده کړې او وايې د جمهوريت لپاره د دې هڅې به تل د خلکو په ياد وې.
يوې نړيوالې مطبوعاتې ادارې بلومبرګ د رپورټ له مخې عاصمه جهانګير په کال ۱۹۸۳م کې په کور کې بندي شوې وه، د هغه وخت پوځي مشر ضيا الحق چې په هېواد کې يې پوځي ځکومت نافذ کړې و، پر ضد راوتلې وه.

د عکس سرچینه، AFP
همداراز، په کال ۲۰۰۷ کې چې پوځي مشر جنرال پرويز مشرف حکومت په خپل لاس کې واخيست نو عاصمه جهانګير بيا ونيول شوه ځکه د دغه پوځې حکومت پر ضد يې لاريونو کې ګډون کاوه.
عاصمه جهانګير ته پر کال ۱۹۹۵م کې د پاکستان حکومت له اړخه د ښو خدمتونو له امله 'ستاره اميتاز' جايزه ورکړل شوه۔ د دې تر څنګ د نورو ډېرو جايزو ګټلو سره سره ورته په کال ۱۹۹۲م کې 'امريکايې بار ايسوسيشن انټرنيشل هيومن رائټس ايوارډ' هم ورکړ.








