تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ "دروغ خبر خپروونکي جایزه ګټونکي" اعلان کړل
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه په ټکو د "دروغ خبر خپروونکو جایزه ګټونکي" اعلان کړي او د سي اېن اېن، نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ په څېر امریکايي رسنۍ له شرمه ډکې بللې دي.
ټرمپ وویل، دده په مدیریت کې به امریکا د خبري رسنیو د مهارولو له لارې یوځل بیا خپله لويي وښيي.
خو په جمهوریپال ګوند کې مشهورو غړو پر ټرمپ نیوکه کړې او پر هغه یې تور لګولی چې "ستالیني ژبه" کاروي.
سناتور جیف فلاک پر ټرمپ تور ولګاوه چې پر حقیقت ملنډې وهي.
جمهوریپال سناتور جان مک کېن د واشنګټن پوسټ یوه مقاله کې له ټرمپ نه پر خبري رسنیو د برید درولو غوښتنه کړې.
وړاندې ټرمپ په یوه ټویټ کې د ام اس ان بي سي شبکې د خبریالانو په اړه د خپلو څرګندونو دفاع کړې وه.
ټرمپ ویلي وو: "دروغجنې رسنۍ زموږ د ګونګي کولو هڅه کوي، خو موږ به اجازه ورنه کړو. درغجنو رسنیو سپینې ماڼۍ ته زموږ د رسېدو د مخنیوي هڅه وکه، خو اوس زه ولسمشر یم او دوی نه."
د امریکا ولسمشر پر ټویټر تر ۳۳ میلیون ډېر مینه وال او تعقیبوونکي لري.