تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه هوټل بېرته پرانیستل کېږي چې سعودي شهزادګان پکې 'بندیان' وو
د سعودي عربستان هغه لوکس هوټل بېرته پرانیستل کېږي، چې له نومبر میاشتې راهیسې د دغه هېواد لسګونه شهزادګان پکې د فساد خلاف عملیاتو بهیر کې له نیول کېدو وروسته ساتل کېدل.
د ریاض ریټز- کارلتون هوټل اوس وايي، له فبرورۍ میاشتې د میلمنو منلو لړۍ پیلوي.
د فساد او ټګۍ برګۍ ضد یوه پراخ کمپاین لړ کې یو مهال له ۲۰۰ ډېر شهزادګان او لوی سوداګر دغه هوټل کې ساتل کېدل او دروازې یې د مېلمنو پر مخ تړلې وې.
له دوی نه ځینې د لویو جوړجاړیو له منلو وروسته خوشي شوي.
پر دغو کسانو د فساد تورونه وو او یو شمېر یې د سلګونه میلیونه ډالرو بېرته ورکړې له ژمنو وروسته خوشي شوي دي، خو ولید این طلال چې د نړۍ له ډېرو شتمنو کسانو یو بلل کېږي، هغو کسانو کې شامل دی، چې اوس هم نه دي خوشي شوي.
یو بل شهزاده متعب ابن عبدالله چې له یو میلیارد ډالرو ډېرو پېسو بېرته ورکړه یې منلې، خوشی شوی دی.
د ریټز کارلتون یوه ویاند تایید کړې، چې دوی د فبرورۍ له نیمايي وروسته د مېلمنو ورتګ مني، خو وايي کېدای شي د ثبت شویو نومونو میلمنو ورتګ هم له یوې لنډ مهاله خبرتیا وروسته لغو شي.
د سعودي عربستان لوی څارنوال وايي، د دغه هېواد ' ۱۰۰ میلیارده ډالره شتمني د تېرو څو لسیزو موده کې د سیسټماتیک فساد او ټګیو برګیو له لارې بې ځایه لګول شوې. '
ډېرو عامو سعودیانو د فساد ضد دغې مبارزې ستاینه په دې هیله کړې، چې له نفتو تر لاسه شوې هېوادنۍ شتمني به بېرته پر عام ولس وویشله شي.
د نومبر پر څلورمه چې لوړ پوړي نیول شوي کسان دغه هوټل ته وروستل شول، په هوټل کې هغه مهال شته میلمانه له وارمخه خبرتیا پرته نورو ځایونو ته ولېږدول شول.