تندر کې ولې څاروي ډېر او انسانان لږ وژل کېږي؟

د عکس سرچینه، .
د برازیل سوېل ختیځ ته په (سایو پایو لوی) ولایت کې تېره سې شنبه د سخت توپان پر مهال تندر ۸۴ غواوې او غوايي ووژل.
ځايي رسنۍ وايي دا څاروي د تندر پر مهال د ونې لاندې پنډ( غونډ) شوي وو.
دا وروستیو کلونو کې د برازیل لپاره د طبیعي پېښو له امله د څارویو د مرګ ژوبلې خورا لوی شمېر دی.
د دې څارویو د وژنې تاوان هم نږدې یو لک ډالر اټکل شوی او څېښتن یې وايي، څاروي یې بېمه نه و، ځکه یې تاوان هم ترلاسه کولی نه شي.
د تندر وهلي څاروي غوښه

د عکس سرچینه، Norwegian Environmental Agency
د دې څارویو څېښتن په دې هم خپه دي، چې د وژل شوي مال غوښه یې د خوړلو نه ده.
د برازیل د کرونګرۍ او مالدارۍ چارو وزارت ځايي چارواکی بي بي سي ته وايي، پکار ده د څاروایو غوښه ښخه یا وسوځول شي.
د دوی په خبره، د تندر وهلي څاروي غوښه د منلو نه ده، ځکه په دې پېښه کې د څاروي وینه ژر ټینګېږي:
"له بدن یې ډېره وینه نه وځي په دې دلیل وېره شته چې غوښه ککړه شوې وي".
یواځې برازیل کې د تندر له امله دا څاروي ډېر نه دي وژل شوي، بلکې پوهنتوني څېړنې وايي، امریکا کې د طبیعي پېښو له امله د وژل شویو څارویو ۸۰ سلنه د تندر له امله ده.
خطرناک پنډېدل

د عکس سرچینه، .
د تندر له امله انسانان هم وژل کېږي. هر کال نږدې ۲۴ زره انسانان د تندر وهلو له امله خپل ژوند له لاسه ور کوي.
- خو د تندر له امله د انسانانو پرتله د څارویو مرګ ډېر دی، چې څو سببونه لري.
- څاروي ډېر وخت بهر وي، ځکه له طبیعي پېښو سره ډېر مخ کېږي.
- د توپان او نورو پېښو پر مهال څاروي له یو بل سره نږدې پنډېږي.
- دوی د ونو لاندې هم ډېر پټېږي چې ژغورلو کې یې مرسته نه کوي.
انسان ولې ژغورل کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
کارپوهان وايي، ۷۰ سلنه انسانان له تندر وهلو ژوندي پاتېږي، خو د څارویو بدن لکه غوا لوی دی او دا د تندر د برېښنا یې ډېر وخت نیسي.
تندر ډېر کم په نېغ ډول پر انسان لوېږي، ځکه یې رامنځ ته شوې برېښنا هم پر ځمکه لګېږي.
تندر د انسان د زړه یا سا درېدلو سبب کېدلی شي، خو څارویو کې یې اغېز په دې بدتر دی چې د مخ او شا له پښو یې د برېښنا بهیر تېرېږي او د انسان پرتله د پیل او پای لوی واټن لري چې دا پخپله د ډېر تاوان سبب کېږي.








