د کابل برید: د خواخوږۍ لپاره د پاریس ایفل ټاور څراغونه مړه شول

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل کې د یوه کلتوري او رسنیز مرکز ځانمرګي برید کې وژل شویو کسانو ته د درناوي لپاره د پاریس ښار مشهور ایفل ټاور څراغونه تېره شپه مړې کړل شوې.
د فرانسې دغه څلي څراغونه له ځايي مهال سره سم د شپې پر ۱۲ بجو او ۴۵ دقیقو د پاریس ښاروالې ان هیدالګو په غوښتنه مړه شوي.
افغان امنیتي چارواکو نن د جمعې پر ورځ وویل، کابل کې پر کلتوري او رسنیز مرکز د پنجشنبې ورځې برید کې د وژل شویو کسانو ۵۰ کسانو ته رسېدلی دی او نژدې ۹۰ نور ټپیان دي.
دغه برید د پنجشنبې پر ورځ غرمه مهال پل سوخته سیمه کې وشو او له ځانمرګي برید وروسته دوې نورې چاودنې هم شوې، چې تلفات یې نه درلودل.
د ایفل ټاور چارو سمبالونکي شرکت 'ایس اې ټي اې ' کارکونکو پر خپله فېسبوکپاڼه دغه برید کې وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ښاروالۍ دغه نوښت ملاتړ یې اعلان کړی دی.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر رسنیز مرکز دغه برید جنګي جنایت بللی دی.
بل لور ته افغان ولسمشرۍ دفتر او اجرايي ریاست د خبر پاڼو په خپرولو سره پر کولتوري او رسنیز مرکز د پنجشنبې ورځې دغه برید غندلی دی.








