تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د "داعش" درېیمه برخه وسلې اروپايي ټولنه کې جوړې شوې"
"ډېلي ټیلیګراف" ورځپاڼې "د اسلامي دولت (داعش) درېیمه برخه وسلې اروپايي ټولنه کې جوړې شوې" تر سرلیک لاندې بیروت کې د خپلې خبریالې جوزي اینزور یو مطلب خپور کړی.
ورځپاڼه لیکي، وروستۍ څېړنې ښيي چې دغې ډلې دا وسلې څه ډول ترلاسه کړې او بیا یې د عراق او سوریې په جګړو کې ګټه ترې اخیستې ده.
د ورځپاڼې په وینا، سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې درېیمه برخه کارېدلې وسلې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې جوړې شوې دي.
د مقالې لیکواله وايي، د داعش جنګیالیو تر ډېره په جګړو کې په اتومات وسلو تکیه کوله، چې تر ډېره دا ډول وسلې په رومانیا، هنګري او بلغاریا کې جوړې شوې دي.
د داعش د وسلو په تړاو رپوټ د "وسله والو شخړو" یوه څېړونکي مرکز له خوا په وروستیو کې خپور شوی دی.
په راپور کې راغلي، ددغه مرکز څېړنو دا هم په ډاګه کړې ده، چې د داعش له خوا یوه اندازه کارول شوې وسلې په چین کې جوړې شوې.
دا رپوټ د تېرو څو میاشتو په لړ کې له داعش ډلې نه د څه باندې ۴۰ زره وسلو له ترلاسه کېدو وروسته چمتو شوی دی.
ویل شوي دا وسلې داعش وروسته تر هغه ترلاسه کړې، چې د دوی مخالفې جنګېدونکې ډلې له نړیوال ملاتړه برخمنې وې او وسلې یې ورکولې.
یاد مرکز وايي، د داعش ضد ډلو لپاره د امریکا او سعودي عربستان له خوا استول شوې وسلې د "اسلامي دولت" ډلې لاس ته په نامستیم ډول لوېدلې دي."د "داعش" درېیمه برخه وسلې اروپايي ټولنه کې جوړې شوې"