تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې لاهم د "ټرمپ لور" لټول کېږي
که څه هم سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او ورسره د هغه د مېرمنې او لور ایوانکا ټرمپ له سفر اوه میاشتې تېرې شوې، خو سعودي کې پر Google لټونګر لاهم د ایوانکا ټرمپ په اړه لټون روان دی.
په انګلیسي ژبه د احصائیې اړوند "ټرېنډز" د رپوټ پربنسټ، په سعودي کې "ایوانکا ټرمپ" پر لټون ماشین درېیم ډېر لټول شوی نوم دی.
ټرېنډز هغه توري او اصطلاحات تعقیبوي چې پر اڼټرنېټ د نړۍ په لروبر کې په بېلابېلو ژبو تر نورو تورو ډېر کارول شوي وي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، مېرمنې او لور یې ایوانکا ټرمپ د روان کال په مې میاشت کې سعودي عربستان ته سفر وکړ.
هغه مهال پر ټویټر د "ټرمپ لور" هشټګ ډېر لاس په لاس شو او په یوه ورځ کې ټوله نړۍ کې ډېر کارول شوی هشټګ وګڼل شو.
ګڼو ټویټر کارنو د ایوانکا ټرمپ "ښکلا" هشټګ کارولی و او ان ځینو بیا په هماغه هشټګ کې له هغې سره د واده کولو غوښتنې هم کړې وې.
خو ایوانکا ټرمپ مېړه لري.
دا ډول هشټګ د ګڼو سعودي مېرمنو غوسه پارولې وه، چې په وینا یې سعودي ته د ایوانکا سفر ګڼو سعودیانو ته "وسوسه" پیدا کړې وه.