تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وزیرستان: پر پوځیانو برید کې مرګژوبله اوښتې
شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوه ګاډي وسله وال برید کې دوه پوځیان وژل شوي دي. د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د ځايي چارواکو له قوله وايي، د پوځیانو ګاډی له احمدخېلو نه د علي خېلو سیمې ته پر لاره و، چې تېره شپه نژدې ۱۱ بجې پرې وسله وال برید شوی دی.
وژل شويو کې یو افسر عبدالمعید او سرتېری بشارت شامل دي. د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ویلي، وسله وال کمین کې وو او د پوځ پر ګاډی یې ډزې کړې. دغه پېښه کې دوه پوځیان ټپیان شوي هم دي. دا پېښور او شمالي وزیرستان کې دوو اونیو کې دویمه لویه پېښه ده.
دغو پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ته رسېږي.
پاکستاني طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی دی.
پاکستاني پوځ دا وروستیو کې ویلي و، شمالي وزیرستان کې یې ضرب عضب په نامه پوځي عملیات بشپړ شوي دي او له سیمې د تښتېدلیو اوسېدونکو ځای پر ځای کولو چارې روانې دي.
خو دې سره هم سیمه کې لا هم پر امنیتي ځواکونو وسله والو بریدونه کېږي. څو ورځې مخکې میرعلي سیمه کې د پوځیانو یو ګاډی پر خښ شوي ماین وربرابر شوی و، چې پکې شپږ کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.
وژل شويو کې ملکي کسان او هغه سرتېري هم شامل وو، چې روزنه ورکول کېده.
سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې هم په قبایلي سیمو او بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو خونړي بریدونه شوي وو. پاکستاني ولسمشر ممنون حسین او لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي دغه برید سخت غندلی دی. د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې خبرياڼه کې ویل شوي:
''هېواد کې د ترهګرۍ شبکه دړې وړې شوې ده او دغه جګړه ګټل شوې ده، اوس به دغه پاتې شوني هم له منځه یوړل شي. ''