تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا خبرداری : د مایک پینس او محمود عباس لیدنه مه لغوه کوئ
امریکا د فلسطین کور واکه اداري ته د امریکا د مرستیال ولسمشر او محمود عباس د لیدني د لغوه کولو له امله خبرداری ور کړی دی.
وروسته له هغه چې امریکا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژاند، یوه فلسطیني چارواکي وويل، مایک پینس ته به ښه راغلاست ونه ویل شي.
پتېیل شوې وه چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پينس د روانې زېږديزې میاشتې په وروستیو کې د فلسطین د کورواکي ادارې له مشر محمود عباس سره وګوري.
امریکا خبرداری ور کړی چې د یادې لیدنې لغوه کول به ګټور نه وي.
د محمود عباس د ګوند یوه لوړپوړي چارواکي جبریل رجوب ویلي، د محمود عباس او مایک پینس له مخکې پلان شوې لیدنه به ونه شي.
تر اوسه محمود عباس په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په سیاست کې بدلون
امریکا چې په ۱۹۴۸ کال اسراییل رامنځته شول، تر تېرې چارشنبې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت نه پېژانده.
خو اوس امریکا لومړنی هېواد دی چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او دغه ښار ته یې د خپل سفارت د لېږدولو خبره وکړه.
ډونلډ ټرمپ د امریکا تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ژمنه کړې وه چې بیت المقدس به د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژنې چې دا کار یې د امریکا سیاستوالو پر مخالفت سربېره و کړ.
هغه د چارشنبې ورځې په خبرو کې وویل، د هغه په فکر، دا پرېکړه د امریکا د ملي امنیت لپاره غوره پرېکړه ده او د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ به د سولې لامل شي.