تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونو ساتنې ته د سمندري ځواکونو ګومارل
د امریکا متحدو ایالتونو چارواکو په منځني ختیځ کې د خپلو سفارتونو د ساتنې لپاره پلي سمندري ځواکونه ګومارلي دي.
دوی وايي، دا ګام یې د ممکنه ترهګریزو اعمالو د مخنیوي په پار کړی.
د امریکا دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، د سپینې ماڼۍ لوړپوړو چارواکو تېره ورځ (سې شنبه) ناوخته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ولسمشر ټرمپ به د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړي چې په اسراییلو کې د امریکا سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي.
په اسرائیلو کې د امریکا سفارت امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې د قدس، لوېدیځ قدس او لوېدځ تراډې پر واټونو له ګرځېدو ډډه وکړي.
سفارت وايي، امریکایان باید په شخصي ډول د خلکو د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ولاړ نه شي او نه هم هغو سیمو ته ولاړ شي چې هلته د اسرائیلي پوځي او امنیتي ځواکونو ډېره ګڼه ګوڼه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې امریکایانو ته سپارښتنه کړې چې ځانونو ته ډېر پام وکړي.
دا خبره هم شوې چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدچارې به کلونه وخت واخلي.
د شنونکو په باور، اوس وېره دا ده چې د ټرمپ له پرېکړې وروسته منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونه له ستونزو سره مخامخ شي.
د امریکا رسنیو د پوځي چارواکو له خولې ویلي، د پلي سمندري ځواکونو ګومارل د احتمالي اړدوړ د مخنیوي په خاطر ترسره کېږي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا دیپلوماتان او استازولۍ خوندي وي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډګرجنرال مایک انډروز ویلي: "دفاع وزارت اړین ګامونه اخلي، چې په مټ به یې په نړۍ کې د امریکایانو او امریکايي ګټو پروړاندې ګواښونه او خطر راټیټ شي".
د امریکا دولت هوډ لري چې بیت المقدس نن (چهارشنبه د ډیسمبر ۶مه) رسماً د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژني.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د دوو- درېو کلونو په موده کې د سفارت جوړولو چارې ناشونې دي، یعنې د ډونلډ ټرمپ په لومړۍ ولسمشریزه دوره کې په بیت المقدس کې سفارت نه شو پرانیستلی.