تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یمن ته د خوراکي توکو لومړنۍ بېړۍ رسېدلې ده
وروسته له هغه چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف پر یمن د لګېدلي درې اونیز بندري بندیز د کمولو خبره کړې، د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو اړوند د خوراکي توکو یوه بېړۍ یمن ته رسېدلې ده.
د سعودي ایتلاف له خوا د یمن بندري بندیزونو میلیونونه یمنیان چې واردمخه لوږې ځپلي وو، له لا کړاو سره مخامخ کړل.
د شنبې په ورځ د یمن په پلازمېنه صنعا کې هغې الوتکې ته هم د ناستې اجازه ور کړل شوې چې درمل او طبي توکي پکې بار وو، خو دا د خوراکي توکو لومړنۍ مرسته ده چې د بېړۍ له لارې یمن ته ورسېدې.
پر یمن بندري بندیز د روانې نومبر په ۶مه له سعودي عربستان پیل شو.
عرب ایتلاف پر یمن وروسته له هغه بندیزونه کلک کړل چې حوثي یاغیانو د سعودي پلازمېنې ریاض پر لور توغندی وتوغاوه خو د راکټ ضد سیستم پر مټ په هوا کې شنډ شو.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن د مرکزي دولت په ګټه له حوثي یاغیانو سره چې دمګړۍ د پلازمېنې کنټرول ور سره دی، په جګړه دی او پر دغه هېواد یې ټولې هوايي، سمندري او ځمکنۍ لارې یې تړلي دي.
د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام چارواکی سټيفن انډرسن وايي، یمن ته رسېدلي خوراکي توکي د یوې میاشتې لپاره د یو میلیون او ۸۰۰ زره کسانو لپاره بسنه کوي چې د دغه هېواد په شمال کې به په اړمنو ووېشل شي.
نوموړي زیاته کړې، یمن ته رسېدلې بېړۍ دغه هېواد ته د ننوتلو اجازې تر لاسه کولو لپاره په بندر کې دوه اونۍ په تمه شوې ده.