تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
م م: یمن د نړۍ له خورا سختې لوږې سره مخ دی
د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی وايي، که یمن ته انساني مرستې له سره پیل نه شي، دا هېواد وروستیو څو لسیزو کې د نړۍ له ټر ټولو سختې لوږې سره مخ کېږي او پایله کې به یې "میلیونونه قرباني" شي.
په انسان دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي مارک لوکاک، د سعودي عربستان په مشرۍ له ټلوالې وغوښتل چې دغه هېواد ته تللې لارې پرانیځي.
عرب ټلوالې د دوشنبې په ورځ یمن ته تللې هوايي، سمندري او ځمکنۍ لارې وتړلې.
دا ګام له هغه وروسته دی چې په یمن کې د حوثي وسلوالو له کنټرولي سیمې یو توغندی ریاض ته وتوغول شو.
سعودي عربستان وايي، دا بالستیک توغندی یې د ریاض سره نږدې توغندي ضد ډال سره په هوا کې شنډ کړ.
ریاض د یمن د پولو تړل له ایران څخه حوثي وسلوالو ته د وسلو د مخنیوي لپاره مهم بولي.
ایران حوثیانو ته د وسلې ور کولو تور ردوي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ له عرب ټلوالې سره لاس او ګرېوان دي.
ښاغلي لوکاک د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلو دروازو له ناستې وروسته وویل:
"ما شورا ته وویل، که دا خنډونه لرې نه شي... لوږه به یمن ونیسي. دا به په ډېرو لسیزو کې د نړۍ تر ټولو سخته لږه وي، چې په میلیونونو قربانیان به ولري".
له دې مخکې په دې اونۍ ملګرو ملتونو او سور صلیب خبرداری ور کړ چې د یمن په میلیونونو وګړو د خپل پایښت لپاره انسان دوستانه مرستو ته سترګې نیولې او له "بوږنوونکي" حالت سره مخ دي.
سور صلیب وویل، د هغو درملو مخه یې نیول شوې چې یمن کې د وبا د مخنیوي لپاره استول شوې دي.
ملګري ملتونه وايي، اووه میلیونه کسان د لوږې درشل کې دي.
دا هېواد د خلکو لپاره لومړني توکي له بهر راوړي، خو اوس د خوړو او درملو پر صادراتو هم بندیز ور لګول شوی دی.
ملګري ملتونه وايي، په یمن کې د عرب ټلوالې د لاسوهنې او هوايي عملیاتو له پیلېدلو راهیسې له ۸۶۷۰ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۵۰ زره ټپيان شوي دي.
له ۶۰ سلنې ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښې.