تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: سعودي ایتلاف دې پر یمن بندیز لرې کړي
ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د سعودي په مشرۍ نړیوال ایتلاف نه غوښتنه کړې چې یمن ته د هر ډول اکمالاتو د مخنیوي پرېکړه بېرته واخلي.
ملګري ملتونه وایي د حوثي یاغیانو له خوا د سعودي پر پلازمېنې ریاض د توغندي له ویشتلو وروسته یمن ته د هوايي، ځمکني او بحري لارو بندول یمن کې د خوړو د کمي کړکېچ نور هم پيچلی کوي.
خو د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف وايي غواړي په دې توګه یمن ته د وسلو د لېږدولو مخه ډب کړي.
په همدې حال کې امریکا هم پر ایران تور پورې کړی دی چې په یمن کې له یاغیانو سره د هغسې توغندیو مرسته کوي چې د تېر جولای په میاشت کې پر سعودي عربستان توغول شوی و.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې "نیکې هیلي" وویل حوثي یاغیانو ته د وسلو ورکړه د ملګرو ملتونو له مسودو نه سرغړونه ده.
تر دې وړاندې د سعودي ولیعهد "محمد بن سلمان" ویلي وو د ایران له خوا یاغیانو ته د وسلو ورکړه د سعودي پرضد د جګړې په مانا دی.
یوې خبرې غونډې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې "هیتر نورت" وویل د سعودي غبرګون د درک وړ دی:
"تاسو تصور وکړئ که همدا کار دلته په امریکا کې شوی وای، دا حیرانوونکې ده، موږ باید دې ته حیران نه شو چې حکومت دغسې یو کار ترهګره کړنه وبولي."
خو ایران دا ادعا ردوي چې ګواکې په یمن کې یې حوثي یاغیانو ته توغندي ورکړي دي.
په همدې حال کې د سره صلیب کمیټه استدال کوي چې د کولرا ناروغۍ لپاره د درملو وړل یمن ته اړینه ده چې څه باندې ۹۰۰ کسان پرې یمن کې اخته شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسولو دفتر یوه چارواکي "جینس لیریک" وویل که د یمن ملکي وګړو ته مرستې ونه رسول شي نو ښايي یو لوی ناورین به رامنځ ته شي.
د هغه په خبره، یمن کې حالت خطرناک دی، یمن د خوړلو له پلوه تر ټولو ناوړه بحران سره مخامخ دی چې موږ یې وینو:
"اوه میلیونه وګړي له ولږې سره مخامخ دي. میلیونه کسان پر بشري مرستو پايي، ځکه نو دا ډېره اړینه ده چې دغو خلکو ته هره ورځ مرستې وروسېږي. "
خو اوس مهال د پولو د تړل کېدو له امله یمن ته نه خواړه او نه هم دارو درمل لېږدول کېدای شي.
خیریه ادارې وايي دوی تمه نه لرله چې په یمن کې د نړۍ په کچه تر ټولو جدي بشري ناورین لا پسې خراب شي خو د پولو له تړل کېدو سره داسې وشول.