تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روغتیا پال د 'بېرته ژوندي کولو' په پلمه ۱۰۰ ناروغان وژلي
څارنوالان وايي، جرمني کې یوه نارینه نرس دوو روغتونونو کې د دندې پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي دي. کارپوهانو ویلي داسې باور کېږي، چې نرس نایلس هویګل هغو ناروغانو ته چې ده یې پالنه کوله د زړه رنځ له کچې تېر درمل ورکړي دي.
ویل کېږي دغه نرس غوښتل خپل همکاران د مرګحاله ناروغانو په بیا ژوندي کولو سره حیران کړي، خو اکثر یې وژل شوي دي.
نوموړی وار له مخه د دوو وژنو جرم له کبله د عمري زندان سزا تېروي او داسې ګومان کېږي، چې راتلونکی کال به رسماً په نویو تورونو هم تورن شي. ویل کېږي هویګل د جرمني شمالي سیمو اولدینبورګاند او دیلمینهورسټ سیمو کې دغه کسان وژلي دي.
که پر نوموړي د دومره ډېرو کسانو وژل ثابت شي، دا به له نړیوالې جګړې راوروسته دغه هېواد کې د یوه انسان له لاسه د نورو وژلو تر ټولو لویه لړۍ وي. ۲۰۱۵ کال کې نوموړي د دوو کسانو د وژلو، دوو نورو د وژنې هڅې او ناروغانو ته د زیان رسولو جرم کې د محاکمې پر مهال د ۳۰ کسانو وژنه منلې وه او له هغه وروسته د هیګل خلاف د څېړنو لړۍ پراخه کړل شوې وه.
څېړونکو ۱۳۰ مړه شوي پخواني ناروغان له قبرونو بېرته را ایستلي او د دې لپاره یې د هغوی عدلي طب معاینات کړي، چې معلومه کړي ایا د زړه نظام درولو لپاره کوم درمل ورکړل شوي.
دوی دغه راز د هغو روغتونونو پخواني ریکارډونه هم کتلي چې نایلس هویګل په کې دنده کړې.