پولیسو د غلا په تور نیول شوې مور ته خواړه ورکړي

پولیس افسرانو کېت براډشا او کانډاک سپراګینز د مشکوکې ښځې لپاره خواړه رانیولي

د عکس سرچینه، HILLSBOROUGH POLICE DEPARTMENT

د عکس تشریح، پولیس افسرانو کېت براډشا او کانډاک سپراګینز د مشکوکې ښځې لپاره خواړه رانیولي

د امریکا کارولینا کې د خوړو یوه پلورنځي کې یوه ښځه د غلا په تور نیول شوې، خو پولیس وايي، وروسته معلومه شوه چې دا یوه بیوزله مور وه، چې د خپلو وږیو ماشومانو غم اخیستې وه.

پولیس وايي دغه ښځه او ماشومان یې چې له فوډ لاین سوپر مارکیټ نه په غلا تورنه ده، له درېیو ورځو وږې وو.

بي بي سي سره خبرو کې یوه ځايي پولیس افسر اندې سیموندس ویلي 'کله چې پولیسو د دغې ښځې کور تالاشي کړ، معلومه شوه چې له درېیو ورځو راهیسې یې کور کې خوړو ته هېڅ هم نه درلودل. '

پولیسو له هغه وروسته پرېکړه کړې، چې له دغې ښځې سره مرسته وکړي. سیمندس وايي:

''کله چې دغه ښځه محکمې ته وړاندې کېده، پولیسو په خپلو پېسو د هغې د کورنۍ لپاره د ۱۴۰ ډالرو خواړه رانیول او وروسته یې له خوړو سره یو ځای هغه کورته ورسوله. ''

له ځايي رسنیزې شبکې ډبلیو، ار، اي، ایل سره خبرو کې دغې مشکوکې ښځې ویلي:

''زه به د خوړو غلا کولو لپاره بهر ته تلم او پرې پښېمانه یم، بښنه غواړم، خو دا غلا مې ځکه کوله چې ماشومان مې وږي وو. ''

فوډ لاین پلورنځی چې ښځه ورنه په غلا تورنه شوې

د عکس سرچینه، Google

د عکس تشریح، فوډ لاین پلورنځی چې ښځه ورنه په غلا تورنه شوې

ځايي پولیسو د دغې پېښې په اړه پر فېسبوک پیغام خپور کړی او نژدې ۲۰۰۰ کسانو پرې غبرګون څرګند کړی، چې ډېری هغو د پولیسو د 'مهرباني او شفقت ' ستاینه په کې شوې.

پولیس افسر سیمنډس ویلي:

''موږ اکثر مهال د خلکو لپاره خواړه یا تیل رانیسو د ۲۰۱۷ کال پولیسي همدا ده، دا باید د ملګرتیا په ډول وي. ''

د هیلسبورو پولیسو مرکز تایید کړې، چې نیول شوې ښځه په غلا تورونه شوې او اوس د محاکمې لپاره انتظار کوي.