د چورلکې غورځېدو پېښه کې د سعودي عربستان شاهزاده وژل شوی

شاهزاده منصور

د عکس سرچینه، Twitter/@asirmunicipal

د عکس تشریح، شاهزاده منصور د شاهزاده مقرن ابن عبدالعزیز زوی و

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس رپوټ وايي، یو لوړپوړی سعودي شهزاده او اووه نور کسان د یمن پولې ته څېرمه د چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي.

د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت له لوري ویل شوي د عصیر ایالت مرستیال والي شهزاده منصور ابن مقرن د ارزونې بېرته ستنېده، چې ابها ته نژدې یې چورلکه وغورځیده. دغه پېښه سعودي عربستان کې د یو شمېر لوړپوړو سیاسي او کاروباري شخصیتونو له دندو له ګوښه کېدو او نیول کېدو څو ساعته وروسته رامنځته شوې.

د۳۲ کلن شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ یوه فساد ضد پلاوي د لسګونو کسانو نیولو امر کړی و، چې په کې ۱۱ شهزادګان، څلور اوسني او لسګونه پخواني وزیران شامل دي. د چارو شنونکي دا پر تخت د وارث ولکې ټینګولو په نظر ګوري.

شاهزاده منصور د شاهزاده مقرن ابن عبدالعزیز زوی و، چې یو مهال د خپل هېواد د استخباراتو مشر و، چې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ او اپریل میاشتو تر منځ ولیهد ټاکل شوی و او وروسته د شاه زاده محمد پلار پاچا سلمان له دندې ګوښه کړ.

شاهزاده منصور وروسته د خپل پلار سلاکار په توګه دنده کوله او د ۲۰۱۷ کال اپریل کې له هغو اتو شاهزادګانو یو و، چې د والیانو د مرستیالانو په توګه ټاکل شوی و.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې دولتي خبري اژانس خپره کړې، ویل شوي، چې شاه زاده منصور له اوو نورو ایالتي چارواکو سره یو ځای ابها ته نژدې د یو شمېر ساحلي پروژو ارزونې لپاره تللی و:

''کله چې چورلکه بېرته ستنېده له راډار سره یې اړیکه پرې شوه. اوس چې د چورلکې پاتې شوني موندل شوي دي، د ژوندي پاتې کسانو لپاره د لټون چارې روانې دي. ''

وروسته دولتي خبري شبکې 'الاخباریه ' د شهزاده مړینه اعلان کړه. پر ټویټر پاڼه د غورځېدلې چورلکې تصویرونه هم خپاره شوي او په یوه ویډیو کې شاهزاده او ملګري یې لیدل کېږي، چې له مړینې څو ساعته مخکې دغه چورلکه کارووي.