تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې له بیزو سره مقابله ولې د ټاکنو ګټلو موضوع شوه؟
د هند د هماچل پردېش ایالت په ښارونو او کلیو کې بیزوګانې دومره زیاتې شوې چې خلکو ته په ستونزه بدلې شوې او اوس د ایالتي ټاکنو د بریالیتوب لپاره پر مهمه موضوع اوښتې دي.
د دې الت واکمن ګوند کانګرېس او بي جي پي دواړه په خپلو ټاکنیزو هڅو کې د بیزوګانو د ستونزې حلولو ژمنه کوي.
ایالتي پلازمېنه شمله کې د شادیانو ډلې هر ځای لیدل کېږي او دا ډېر ځله خطرناکې تمامېږي.
لس کلنې نیلم شرما او د هغې ورور روهټ ته له کور تر ښوونځي تګ یو ستونزمن کار دی.
"په لار کې تر ډېره بیزوګانې چغېږي، موږ ځغلوي او کله بکسې هم رانه اخلي، موږ لویانو ته منتظر یو چې له هغه ځای مو تېر کړي، ځکه یواځې تګ ډېر خطرناک وي".
خلک ځغلول او خوړل
د ښار په کورونو، بازارونو، سړکونو او ونو کې هر ځای بیزو تر سترګو کېږي او د هغه ځای خلک وېرېږي.
سنترام شرما وايي، شادیانو یې نګور دومره زور سره وځغلوله چې وغرځېده او خولې یې پر ولګولې:
"زما لمسۍ یې هم وځغلوله او پر پنډیو یې خوله ور ولګوله".
هماچل کې بیزوګان دومره ډېره دي چې له ښار ووځي، نو په زرګونو کلیو کې خواره شي، ډېرې مېوې او کروندې خرابې کړي.
د نمول کلي کرونګر پیاري لار ټاکر وايي، په تېرو څو کلونو کې شادیان بېخي ډېر شوي دي.
تر پوزې راغلي کرونګر
بل کرونګر برت شرما وايي، دا متل اوس ناچله شوی چې د شادي یې له ادرک سره څه:
"اوس شادي ان ادرک هم خوري".
د بیزوګانو ستونزې اوس د ایالت پر سیاست او ټاکنو هم سیوری کړی دی.
د بي جي پي مشر او په ایالتي ټاکنو کې یو نوماند ډاکټر پرمود شرما وايي:
"د بیزوګانو له شر د کرونګرو د ژغورلو لپاره د لمري برېښنا ازغن تار او اوسپنیز جال لګول پکار دي، کنه د هماچل کرونګر به هم د نورو ایالتونو د کرونګرو په څېر ځانوژنې ته اړ شي".
د ایالتي حکومت ناکامې هڅې
ایالتي حکومت د بیزوګانو د نفوس کمولو هڅه کړې، خو ګټه نه لري.
د واکمن ګانګرېس ګوند ویاند نریش چوهان بي بي سي ته وویل، په ځینې کلیو کې یې د بیزوګانو د وژلو لپاره د حکومت اجازه ترلاسه کړه، خو خلک د مذهبي احساساتو له امله د دوی د کار خنډ دي.
د ژویو نه وژل حکومتي پالیسي ده، خو له امله یې شادیان ډېرېږي.
له دوی د ژغورنې لپاره څو سیلاني سیمې پر کرایه ور کړل شوې دي.
د حکومتي شمېرو له مخې بیزوګان د میوې او کروندې د زیانمنولو له امله هر کال هند ته ۱۵۰ میلیونه تاوان رسوي.