تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند ته د افغان ولسمشر سفر او د سيمې لپاره د امریکا نوې تګلاره
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي کابل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته په خپل یو ورځني کاري سفر کې د هند له ولسمشر، لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیرې سره کتلي او پر دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزې همکارۍ يې خبرې کړې.
څېړونکي باوري دي چې د افغانستان او سيمې لپاره د امريکا نوې تګلارې د دغه سفر پر بحثونو ډېر سیوری درلود.
څېړونکي ان دا تګلاره د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د نوي څپرکي د پرانستل کېدو پیلامه ګڼي.
هند ته د ولسمشر غني سفر په داسې مهال کېږي چې د سيمې لپاره د امریکا نوې تګلارې په افغانستان کې د هند د وار له مخه پام وړ خو له ننګونو ډک رول د لا پراخېدو غوښتنه وکړه.
افغانستان او هند له پخوا راهیسې نږدې اړيکې پاللې او له ۲۰۱۱ کال راهيسې د ستراتيژیکو همکاريو د تړون له لاسليکولو سره په سيمه کې ځانونه ستراتيژيک ملګري ګڼي.
دغه هېواد د دوه اړخيزو اړيکو په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره پراخې مرستې کړې او پر نړیوال او سيمه ييز دريځ تر ډېره ملګري پاتې دي.
دغه ملګري د افغانستان او سيمې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ کابو دوه مياشتې وړاندې اعلان شوې تګلارې په افغانستان کې هند ته د لا پراخ لاس په ورکولو سره پیاوړې کړه.
کابل کې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د سي شنبي په ورځ بګرام کې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې هم ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې راتګ او د ترهګرو لپاره د پټنځیو د مخنيوي لپاره له کابل حکومت او سيمه ييزو ملاتړو سره کار ته دوام ورکوي.
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر مرستیال شاه حسين مرتضوي وايي د سيمې او افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې ښه فرصتونه برابر کړي.
"د افغانستان او سيمې لپاره د امریکا نوې تګلارې یو ښه او مناسب فرصت برابر کړی، د دغې تګلارې پلي کېدل د سيمې له امنیت او ټیکاو سره مرسته کوي. افغانستان تمه لري چې ټول ګډونوال د مسووليت له حس سره د دغې تګلارې په پلي کولو کې عملي او هر اړخيزه برخه واخلي".
ليکوال او څېړونکی عبدالغفور لیوال هم باوري دی چې د سیمې په اړه د امریکا نوې تګلاره له افغانسان سره د هند د اړیکو نوی څپرکی بلل کېدای شي.
ښاغلی لېوال د افغانستان او هند تر منځ پخواني اړيکي یو چورلیځ بولي.
د هغه په ټکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په پېر کې له یوه ګډ هېواد څخه د افغانستان او هند اندېښنې د دغو اړيکو دوهم چورلیځ او اوس د سيمې او افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر نوې تګلاره د دغو دوه اړخيزو اړيکو دریم چورليځ بولي.
ښاغلی لېوال هیله څرګندوي چې افغانستان د اړيکو په دغه نوي څپرکي کې د سيمې له حساسيتونو سره سم خپل اړيکې مدیریت کړای شي.
هند په تېره یوه نیمه لسیزه کې له دوه میلیاردو ډېرې پيسې افغانستان ته د پرمختیايي چارو لپاره ورکړې.
د کابل د شاتوت بند د رغونې، د باميان تر بندامير پورې د سړک پخولو، په ننګرهار ولایت کې د بیاراستنېدونکو لپاره د کورونو جوړونې او د روغتونونو د روغونې په څېر په بنسټیزو پروژو همدا اوس هم پانګونه کوي.
نوي ډېلي کابو دوه میاشتې وړاندې له کابل سره د ستراتيژیکو همکاريو په دوهمه غونډه کې د یو میلیارډ ډالرو تازه مرستې اعلان وکړ او دغه راز يې د ښوونې او روزنې، وړتياوو روزنې او بشري سرچينو د پراختيا په برخه کې تر ۲۰۲۲ کال پورې د مرستو ژمنه کړې.
خو له هند سره د افغاتستان ډېر نژدېوالي او په دغه هېواد کې یې د ونډې پراخېدو ته پاکستان د شک په سترګه ګوري.
دلته په کابل کې یو شمېر خلک وېره لري چې هند سره نژدېوالی د دې لامل نه شي چې پاکستان په افغانستان کې د بې ثباتۍ عوامل لاپسې غښتلي کړي.
د ولسمشر دا سفر په تېره مياشت کې هند ته د افغانستان د درېیم لوړپوړي چارواکي سفر دی.
تېره مياشت د افغانستان د حکومت اجرایه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د بهرنيو چارو چارسمبالي صلاح الدين رباني هم ډهلي ته تللي وو.
له هغې خوا هم په همدې مياشت کې د هند د ملي امنيت سلاکار اجيت دوال کابل ته راغلی او له خپل افغان سيال سره يې په دوه اړخيزو همکاريو خبرې کړې وې.
خو دا چې د افغانستان او سيمې لپاره د امریکا نوې تګلاره، هند ته پکې پام وړ باور او یا هم له هندي چارواکو سره اوسنۍ همغږۍ او د سولې او ټیکاو لپاره روانې هلې ځلې به تر کومه پایله ولري وخت به ورته ځواب ووايي.
د هند له دريځ ښکاري چې په دې تګلاره کې نوي رول ته خوښ دي او د خپل رول لوبولو لېوالتيا هم لري خو پاکستان چې د افغانستان په ټیکاو کې پرې د مهم لوري په توګه حساب کېږي هغه ډول چې د امریکا په نوې تګلاره کې څنګ ته ښکاري هغسې به پرې فشارونه هم دوام لري.