تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې ځینې کسان وايي مسلمانان دي نو په ايډز نه اخته کېږي
- Author, ظفر سید
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
پاکستان کې روغتیاپالان وايي، دغه هېواد کې ایډز ناروغي وبايي بڼه غوره کړې او په خورا چټکۍ سره خپرېږي.
د پاکستان طبي اتحادیو ژورنال رپوټ کې ویل شوي، که دې لور ته پام و نه شي، کابو کول به یې له وسه تېره چاره شي.
پاکستان کې د ایډز کنترول ملي پروګرام چارواکو په خبره دغه هېواد کې پر ایچ ای وي ویروس د اخته ناروغانو شمېر ۱۳۳ زره کسانو ته رسېدلی دی.
مسوولین وايي، د تېر یوه کال اوږدو کې ۳۶ زره پاکستانیان دغه ویروس اغېزمن کړي دي. څېړونکي وايي، لوېديځه نړۍ کې ایډز په لږېدو دی، خو پاکستان کې پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی او دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.
څېړونکي وايي ''مهم لامل یې عامه پوهاوی دی. لوېدیځو هېوادونو کې د خوندیتوب لپاره اقدامات کېږي او له همدې کبله یې ناروغي نورو ته نه لېږدي او د معایناتو خورا مناسب نظام فعال دی، چې ژر یې په اړه معلومات تر لاسه کېږي، خو بل لور ته پاکستان ډېر خلک په دې پوهېږي هم نه، چې ایډز څه دی، دوی ان دا وايي چې موږ مسلمانان یو، موږ به ولې پر ایډز اخته کېږو؟ ''
افغانستان او پاکستان کې د ایډز په اړه خبرې کول عیب بلل کېږي نو ځکه یې په اړه خلک معلومات نه لري.
د څېړونکو په وینا د پنجاب جلالپور جټان سیمې په یوه کوچني کلي کې په ایډز اخته ۷۵ ناروغان موندل شوي دي او د چینیوټ سیمې یوه بل کلي کې د ۴۰ ناروغانو په اړه معلومات تر لاسه شوي دي.
څېړونکي وايي دغه کسان نه پوهېدل چې دوی په څه ډول ناروغۍ اخته دي او په همدې بې خبرۍ کې یې ناروغي نورو کسانو ته هم لېږدوله.
د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستاني حکومت سره د دغې ناروغۍ د کنټرول برخه کې مرسته کوي او تېر کال یې دې لړ کې دغه هېواد ته نژدې ۳۷ میلیونه ډالره مرسته ورکړې.
د رپوټ لیکونکي وايي ستونزه دا ده، چې دغې ناروغۍ پورې د تړلې رسوايۍ له کبله ناروغان خپله ناروغي پټوي او له همدې کبله یې په درملنه کې هم ستونزې رامنځته کېږي. کارپوهانو په پراخه کچه دې لړ کې د عامه پوهاوي خپرولو غوښتنه کړې.