تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ هېڅ ولسمشر هم په خپل سر د ایران د اتومي تړون د لغوه کولو واک نه لري
د ایران د اتومي پروګرام په اړه د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستي اعلان بېلابېل نړیوال غبرګونونه راپارولي. ډېریو هېوادونو د نوموړي د څرګندونو په اړه اندېښنه ښوولې، او له امریکایي حکومته یې د زغم غوښتنه کړې.
د نړیوالې اتومي ادارې مشر یوکییا امانو وویل، ایران پر هغې هوکړې عمل کوي چې له نړیوالو سره یې کړې، او د دې هېواد هستوي پروګرام تر ژورې څارنې لاندې دی.
اروپایي مشران په دې باور دي چې په دې برخه کې د امریکایي حکومت یو اړخیز ګام به شوی تړون له ګواښ سره مخ کړي، او ښایي په منځني ختیځ کې د ګډوډۍ او تناو لامل شي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې فدریکا موغېریني وویل، ایران له هغه تړونه چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړی، هېڅ ډول سرغړونه نه ده کړې.
هغې ټینګار وکړ چې د نړۍ هېڅ ولسمشر هم په خپل سر د دې تړون د لغوه کولو واک نه لري.
جرمني، فرانسې او برېتانیا هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ولسمشر ټرمپ وروستي ګام اندېښمن کړي، او دوی به له ایران سره شوي تړون ته ژمن پاتې کېږي.
خو درې واړو هېوادونو د ایران د بالیستیکو توغندیو پر پروګرام، او په سیمه کې د تهران د کړنو په اړه د امریکا اندېښنه پر ځای بللې.
روسیې هم ویلي چې له ایران سره شوي تړون ته ژمنه ده، او ټینګار یې کړی چې باید په نړیوالو اړیکو کې تُنده او له ګواښه ډکه ژبه ونه کارول شي.
خو د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا د ولسمشر ټرمپ د وروستۍ پرېکړې ملاتړ کړی، او هغه ته یې مبارکي ورکړي چې د ایران ترهګر رژیم ته یې ښکاره پيغام ورکړی. سعودي عربستان هم د ولسمشر ټرمپ ځواکمنه ستراتیژي ستایلې ده.