تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له کم عمره مېرمنې سره کوروالي "زبرزنا" ده
د هند سترې محکمې حکم کړى چې له ١٨ کلونو کم عمرې ښځې سره د سړي جنسي اړيکې ټينگول ناقانونه دي، ان که ورسره واده يې هم کړى وي.
د چارشنبې په ورځ د هند عالي قضايي ديوان په یوه پرېکړه کې چې رسنیو تاریخ جوړوونکې بللې حکم کړی، په هغه صورت کې چې مېړه تر قانوني عمر د ټیټ سن لرونکې ښځې سره جنسي اړیکه ونیسي، د جنسي تېري حکم لري او سړی مجرم ګڼل کېږي، خو شرط دا دی چې ښځه یوې قانوني مرجع ته شکایت وکړي.
د محکمې په حکم کې راغلي، د نجونو لپاره د جنسي اړیکو قانوني عمر اتلس کاله ټاکل شوی او تثبیت شوی دی.
د محکمې د حکم پربنسټ "که تر قانوني عمر ټیټه نجلۍ د واده له نېټې یو کال وروسته پولیسو ته له هغې سره د خپل مېړه د اجباري جنسي اړیکې په اړه شکایت وکړي، پولیس د دغه شکایت په تعقیبولو ملزم ګرځي.
د هند د سترې محکمې دا حکم داسې مهال شوی، چې هند کې دا مهال شاوخوا ۲۳ میلیون ښځې شته چې قانوني عمر ته نه دي رسېدلې.
د دولت یوه استازي ویلي، دا چې هند کې اقتصادي او د ټولنې د بېلابېلو پوړیو ترمنځ انډول نه شته، د کمکیو نجونو ودول یو واقعیت دی، نو ځکه دولت دې موضوع ته پام وکړ.
د استازي په وینا، د ۱۸ تر ۲۹ کلنو هغو ښځو چې تر قانوني عمر وړاندې یې ودونه کړي، کچه ۴۶ سلنې ته رسېږي.
په هند کې د جنسي اړیکو د عمر په اړه د جنسي تېري مجازاتو قانون او د واده د قانون په اړه اختلاف شته.
په قوانینو کې په ۲۰۱۳ کال هغه مهال اختلاف پیدا شو، چې د هند پارلمان د نجونو د ودولو قانوني عمر له ۱۶ کلنۍ نه ۱۸ ته لوړ کړ، ځکه چې تر دې عمر پورې نجونې د واده د پایلې په اړه د سمې پرېکړې جوګه نه وي.
د هند قوانینو کې د هلکانو د جنسي اړیکې لپاره مشخص عمر نه دی ټاکل شوی.