'پر سعودي د روسي توغندیو د پلور خبرو پرمختګ کړی'

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ مسکو ویلي، پر سعودي عربستان یې د پرمختللو اېس ۴۰۰ توغندیو د پلور خبرو اترو ښه پرمختګ کړی دی. بل لور ته پر سعودي د امریکا له خوا د وسلو د ممکنه پلور خبرې هم کېږي.

کرېملن ته د سعودي عربستان پاچا سلمان د سفر په ترڅ کې چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین له تود هرکلي سره مخ شو، تېره اوونۍ سعودي عربستان له روسیې د اېس ۴۰۰ توغندیو د پېر پر څرنګوالي د پوهېدو یاداشت لاسلیک کړ.

یوه ورځ وروسته، د امریکا دفاع وزارت وویل د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د ۱۵میلیارد ډالرو په ارزښت پر سعودي عربستان د توغندي ضد، تاډ (THAAD) دفاعي سیستم ممکنه پلور منظور کړی دی.

دا چې ایا ریاض سره د امریکا معامله به د روسیې دا تر اغېز لاندې راولي که نه، د کرېملن ویاند ډېمتري پېسکوف خبریالانو ته ویلي، د دوی خبرې ښې روانې دي.

رویټرز وایي، ښاغلي پېسکوف وویل:"موږ یوازې د ځان په اړه غږېږو. د دغه قرارداد د پلي کولو په تړاو اړیکي ډېرې مثبتې او ښې لومړنۍ پایلې یې درلودې."

تېره اوونۍ روسیې له سعودي عربستان سره یو بل قرارداد هم لاسلیک کړ چې له مخې به یې سعودي د اې کې ۱۰۳ ټوپکونو او مرمیو د تولید اجازه لري.

سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د امریکايي وسلو او مهماتو یو له تر ټولو سترو پېرودونکو دی. اوس چې سعودي له روسیې د وسلو او مهماتو د پېرلو خبرې کوي واشنګټن کې یې اندېښنې راپارولې دي.

روسیه او سعودي عربستان له نژدې یوې پېړې راهیسي ډیپلوماتیک سیاسي اړیکي لري، دا لومړی ځل دی چې د سعودي عربستان یو پاچا مسکو ته په رسمي سفر ورځي.