تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مېخاييل کلاشينکوف مجسمه او جرمنۍ وسله
پلازمېنه مسکو کې کارگرانو د مشهورې روسۍ وسلې "کلاشينکوف" د جوړوونکي "مېخاييل کلاشينکوف" د نوې مجسمې يوه برخه له دې امله ړنگه کړه چې ورباندې د دغې روسۍ وسلې پرځاى د يوۀ جرمن ټوپک انځور توږل شوى و.
د اوونيم متره لوړې دغې مجسمې پرانيسته څو ورځې وړاندې د يوې سترې دستورې په ترڅ کې شوې وه، چې حکومتي چارواکو او د روسيې د ارتودوکس کليسا غړو په کې گډون کړى و.
خو وروسته د وسلو کارپوهانو وويل د مجسمې پر بنسټ توږل يو شوى انځور، د "اېس ټي جي ٤٤" په نامه د يوۀ ټوپک دى چې نازيانو په دويمه نړېواله جگړه کې کارولې.
روسي خبري آژانسونو د روسيې پوځي تاريخ ټولنې اجراييه مشر ولاېسلاف کونونوف په وينا ليکلي "مجسمه جوړوونکي تېروتنه کړې وه."
دغې ټولنې د يادې مجسمې د جوړېدو سپارښتنه کړې وه چې ميخاييل کلاشينکوف خپله جوړه کړې وسله يې په لاس کې نيولې او ولاړ دى.
د دغې وسلې د يو شمېر نورو اړول شويو بڼو انځورونه هم د مجسمې پر بنسټ پر يوې اوسپنيزې دړې توږل شوي و، چې يو انځور په کې ناسم وخوت.
مېخاييل کلاشينکوف له خپلې مړينې يونيم کال د مخه د روسيې لوى پادري ته په يوۀ ليک کې له دې امله خواشيني څرگنده کړې وه چې د دۀ په لاس جوړې شوې وسلې دومره ډېر کسان وژلي دي
مېخاييل کلاشينکوف لوى پادري ته ليکلي و "دا پوښتنه مې ارواح ځوروي چې زما په لاس جوړې شوې وسلې که خلک وژلي نو آيا دا په دې مانا ده چې د دغو وژنو ملامتيا ما ته را تر غاړې ده؟ په داسې حال کې چې زه يو ارتودوکس عيسوى يم. څومره چې مې ژوند پسې اوږدېږي، دا پوښتنه مې ماغزو ته هومره ژوره ور ننوزي او لا مې ډېر حيرانوي چې ولې خداى انسان پرېښى چې د رخې، سراښتوب او تاوتريخوالي شيطاني غوښتنې ولري."
مېخاييل کلاشينکوف په ٢٠١٣ م کال کې د ٩٤ کلونو په عمر ومړ او په بشپړو دولتي مراسمو خاورو ته وسپارل شو.
اټکل دى چې د نړۍ په کچه د کلاشينکوف څه د پاسه ١٠٠ ميليون وسلې پلورل شوي وي
مېخاييل کلاشينکوف ته د روسيې د اتل لقب ورکړل شوى.