خره ولې په کمېدو دي؟

د نړۍ لر او بر کې د خرو نفوس ځکه له سخت خطر سره مخامخ دی، ځکه چین کې یې د پوټکي بازار خورا تود دی، چې په درملو او دودیزو خوړو کې ورنه کار اخیستل کېږي. د خرو غوښه هم په چین کې بازار لري، خو ویل کېږي، نن سبا یې غوښتنه لږ ده او یو سبب یې په سخته موندل هم بلل کېږي.

د افریقا ځینو برخو کې بې وزله کروندګر له دې کبله له ستونزو سره مخامخ دي، ځکه یوه لور ته د خرو غلا ډېره شوې او بل لور ته بې وزله کروند ګرو ته ورځ تر بلې د نوي څاروي پېرل ګرانېږي.

د نیروبي څنډو کې ۲۹ کلن انتوني ماپې څلور کاله کارلوس نومي خر ساتلی و. د دوو ماشومانو پلار انتوني وايي: کلي کې مې ځمکه وپېرله، د ماشومانو د زده کړو لګښت او د کورنۍ ټول لګښتونه مې پر غاړه اخیستي وو او دا ټول د هماغه خره له کبله وو.

هغه په ژړا وویل: یو سهار له خوبه راکښېناستم او کارلوس بې درکه و، پسې وګرځېدم، وژلی یې و داسې حال کې مې وموند چې څرمن یې ترې ایستلې وه.

د خرو سوداګري

برتانیا کې د ډونکي سینکچوري نومي خیریه ټولنې مسوولینو په وینا هر کال د خرو ۱۸ سوه زره څرمنو سوداګري کېږي، خو غوښتنه یې تر ۱۰ میلیونو پورې رسېږي.

د حکومتي شمېرو له مخې ۱۹۹۰ کال کې د چین خرو شمېر ۱۱ میلیونو ته رسېده، خو اوس دغه شمېر یوازې درې میلیونه ته رسېږي.

د خرو څرمنې له ایشولو وروسته تر لاسه شوي جلاتین بازار کې د ۳۸۸ ډالرو بدل کې یوه کیلو پلورل کېږي او چینايي مصنوعاتو کې کاروول کېږي.

یوګنډا، تنزانیا، نایجر، بورکینا فاسو، مالي او سینیګال چین ته د خرو پر صادرولو بندیز لګولی دی.

کینیا کې د درېیو مسلخونو له کبله د خرو غوښې طلب ډېر شوی او بیې یې لوړې شوې دي. په یوه مسلخ کې هره ورځ د نژدې ۱۵۰ خرو غوښه چمتو کېږي. د خرو غوښې او څرمنې له تر لاسه کولو مخکې یې سر پر بولیټ ګن ویشتل کېږي.

د سټار ډونکي صادارتو کارخونې مشر جان کاریوکي په خبره ' نه یوازې کینیا کې بلکې ټوله افریقا کې لومړی دوی ته د خرو غوښو چمتو کولو کارخونې جواز دوی ته ورکړل شوی دی '

د نوموړي په وینا اوس خلک د غواګانو پرتله ډېر خره پلوري.

نوموړی وايي:

'موږ له چین نه خوښ یو، ځکه مخکې د خرو له کبله هېڅ عاید نه و، خو اوس له خرو نه خلکو ته ګټه رسېږي. '

چینايي مشتریان په هر پړاو کې د غوښې بسته بندي څاري، خو له خرو سره د سلوک له کبله پر دغه لړۍ نیوکې هم کېږي.

برتانیا او سویلي افریقا کې د خرو لپاره ډلو او دغه راز د چاپیریال او څېړنو اړوند خبریالانو له خرو سره ناوړه سلوک غندلی دی.

د ډونکي سنکچویري مایک بیکر وایي: دا تر ټولو لوی کړکیچ دی، چې خره ورسره مخامخ دي. موږ وینو چې زموږ پر وړاندې سلګونه زره خره بیول کېږي او هغسې کړاو مو مخکې نه دی لیدلی چې اوس ورسره خره مخامخ دي.

خره له وژلو مخکې وږي ساتل کېږي، چې وروسته یې څرمن په اسانۍ ایستل کېږي، خو ښاغلی بیکر وايي، د نړیوال فشار اغېز اوس تر سترګو کېږي او ګڼو هېوادونو چین ته د خره او له هغه نه د چمتو کېدونکو توکو په صادرولو بندیز لګولی دی.