د ټرمپ فرمان که د میلیونونه امریکایي ښځو د مینداورۍ وړیا مخنیوی

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ ادارې یولړ نوي اجرات اعلان کړي، چې له مخې یې ښايي میلیونونه امریکایانې د میندوارۍ د مخنیوي له وړیا اسانتیاوو بې برخې شي.

د روغتیا وزارت ویلي، کار ورکوونکي او د بیمې شرکتونه ښايي اوس د دیني او اخلاقي لاملونو له کبله ځانونه د میندوارۍ د مخنیوي د ګولیو له ورکړې معاف وګڼي.

دغه شرکتونه د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال د یوه تصویب شوي قانون له مخې ددې کار ترسره کولو ته ژمن وو.

ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال اعلان کړی و که ولسمشر شو، یاد قانون به تصویبوي.

د ښځو د حقونو ټولنو له دغه فرمان سره مخالفت ښودلی، خو ځینو نورو دیني او محافظه کارو ټولنو او ډلو یې هرکلی کړی دی.

ځینو خبرداری ورکړی چې دا ګام د څه باندې ۶۲ میلیون ښځو په زیان تمامېږي.

مشرانو جرګه کې د دیموکراټ ګوند مشرې نانسي پلوسي ویلي، د ښځې د سپکاوي لپاره د ټرمپ د ادارې دا ګام د ښځو د سپکاوي یوه بله هڅه ده.

خو په کانګرس کې ځینو جمهوریپالو مسیحیانو ددغه فرمان هرکلی کړی.

له قضايي اړخه، د امریکا د مدني ازادیو ټولنې ددغه فرمان پرضد غږ پورته کړی.