پاکستان: زیارت کې د ځانمرګي برید وژل شویو شمېر ۱۳ ته ورسېد

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان بلوچستان ایالت یوه زیارت کې د ځانمرګي برید له کبله یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي بي بي سي ته ویلي، برید جهل مګسي ضلعې په فتح پور شریف زیارت کې شوی دی.
د ښاغلي بګټي په وینا د زیارت امنیت ساتونکي دروازه کې د بریدګر مخه نیولې او بریدګر په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړې ده.
د ځايي پولیسو مشر محمد اقبال د بي بي سي خبریال ته ویلي تر اوسه د چاودنې پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ کسانو ته رسېدلی دی.
له دې مخکې وزیر سرفراز بګټي ویلي و، چې پېښه کې د یوه پولیس په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د ښاغلي بکټي په وینا په پام کې وه، چې نن به زیارت کې د شیعه ګانو لخوا یو مجلس کېده، خو له هغه مخکې چاودنه وشوه.
نوموړي زیاته کړې، معمولاً د زیارت امنیت لپاره اوو پولیسان ګومارل کېږي، خو نن ۲۵ پولیس هلته لېږل شوي وو.
د نوموړي په وینا د پېښې اووه سخت ټپیان د سند لاړکانې سیمې روغتون ته لېږدول کېږي. له دې مخکې ۲۰۰۵ کال کې هم دغه زیارت کې چاودنه شوې وه، چې نژدې ۳۰ کسان په کې وژل شوي وو. تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.








