امریکا کې د وسلو او جرمونو په اړه لس حقیقتونه

  • په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ کال د امریکا د وګړو شمېر کابو ۳۱۹ میلیون ته رسېدلی و، په دې هېواد کې له وګړو او پولیسو سره د وسلو شمېر ۳۷۱ میلیون ته رسېدلی و.
  • په ۲۰۱۴ کال د امریکا متحدو ایالتونو کې ۱۴۲۴۹ جرمونه شوي، چې ۹۶۷۵ (۶۸ سلنه) یې د وسلو په مټ شوي.
  • په همدې کال، امریکا کې ۵٫۹ میلیون د تاوتریخوالي ډک جرمونه شوي، چې لس سلنه (۶۰۰ زره) یې د هغو مجرمینو له خوا شوي چې په ډاګه یې د جرم پرمهال وسلې لرلې.
  • ۵۶ سلنه جرمونه د زور او تېري له لارې شوي او ۳۰ سلنه نور د غلا او ۳۹ سلنه د تښتونې او جنسي تېري له اړخه، ۶۵ د قتل وو.
  • په ۲۰۱۴ کال، له ۳۱ سلنه امریکايي کورنیو سره کورونو کې وسلې وې، چې دا په تېرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره وه.
  • په ۲۰۱۱ کال ۳۳ زره کسان د وسلو په ډزو او جرمونو کې قرباني شوي، په دې معنا چې هره ورځ ۲۶۸ کسان وژل شوي.
  • په همدې کال د وسلو له کبله په هرو ۱۰۰ زرو امریکایانو کې تر لسو ډېر وژل شوي.
  • په امریکا کې په فردي ډول ۵٫۵ میلیون وسلې تولید شوې، ۹۵ سلنه یې امریکايي بازارونو کې پلورل شوې دي.
  • امریکا کې په فردي ډول د وسلو اخیستونکو کسانو دقیق ثبتول نه شته.