تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورد ټولپوښتنه کې د خپلواکۍ غوښتونکو شمېر پام وړ زیات دی
له عراق د کورواک کوردستان د خپلواکۍ ټولپوښتنې لومړنۍ شمېرې ښيي چې د خپلواکۍ غوښتونکو شمېر پاموړ زیات دی.
د کوراک کوردستان چارواکي وايي، د رایې ور کولو وړ ۷۲ سلنه کسانو دې ټولپوښتنه کې ګډون کړی دی.
له ټولپوښتنې وروسته په کوردستان کې خوښۍ او جشنونه روان دي.
په ورته مهال د عراق د لومړي وزیر حید عبادي په امر د دغه هېواد امنیتي ځواکونه د کرکوک په ځینې سړکونو کې ځای په ځای شوي دي.
کورد امنیتي چارواکي هم وايي، چې له رایې ور کولو وروسته تر بل خبر پورې په دغه ښار کې د موټرو پر تګ راتګ بندیز دی.
کرکوک تېلي سیمه د کوردستان رسمي برخه نه ده، خو کوردان یې د خپلې خاورې نه بېلېدونکې برخه بولي او په دغه ښار کې یې هم ټولپوښتنه کړې ده.
ښاغلي عبادي د مرکزي حکومت په واک کې امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې جنجالي سیمو کې "د وګړو د خوندیتوب لپاره" پوځي ګام ته تیارسي اوسي.
شیعه وسلوال چې د مرکزي حکومت ملاتړي دي د یوې بیانیې په خپرولو سره وايي، په کرکوک او نورو سیمو کې "د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره" له پېشمرګه کوردانو سره جګړې ته تیار دي.
د کرکوک والي نجم الدین کریم د عراق د مرکزي حکومت دا ګام غندي او د حوصلې غوښتنه کوي.
کرکوک کې خوشالۍ
روداو خبري اژانس -چې کورواک کوردستان ته نږدې بلل کېږي- په خپل رپوت کې وايي، کرکوک کې خلک د خوښۍ لپاره سړکونو ته راوتلي، خو والي ترې غوښتي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره له ډزو ډډه وکړي.
په کرکوک کې زموږ خبریالې نفیسه کوهنورد د دوشنبې په وروستیو ګړیو کې وویل، چې ګرځبندیز نشته، خلک خوشالۍ کوي.
د هغې په خبره، په عرب او ترکمن مېشتو سیمو کې هم ګرځبندیز نشته.
هغه زیاتوي چې کرکوک کې عراقي امنیتي ځواکونه نشته، یواځې پولیس د تېر په څېر لیدل کېږي.
د عراق او ګاونډیانو ترکیې او ایران له مخالفت سره سره کوردستان کې ټولپوښتنه وشوه.
امریکا، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتو امنیت شورا هم د دې ټولپوښتنې د ځنېډلو غوښتنه کړې وه.
وروستیو ورځو کې د کورواک کوردستان پر حکومت او د هغه په مشر مسعود بارزاني ډېر فشار و چې دا ټولپوښتنه ونه کړي.
د دوشنبې په ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا ټولپوښتنه د نه منلو وبلله او ګواښ یې وکړ چې د عراق د کوردستان د تېلو صادراتو نللیکه به وتړي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې هغه وویل: "شیدې(تېل) زموږ په لاس کې دي، کله چې شیدې بندې کړو، کار تمام دی".
هغه زیاته کړه، هېواد یې د عراق له کوردستان سره یواځنۍ سرحدي لار تړلی شي.
د هغه په خبره، دمګړۍ یواځې له ترکیې کوردستان ته له دې لارې تګ راتګ ازاد دی.
د عراق او ترکیې چارواکو د دوشنبې ورځې په وروستیو کې وویل، د عراق د کوردستان سرحدي سیمه کې به ګډې مانورې وکړي.
د بارزاني ځواب
ښاغلي بارزاني د یکشنبې په ورځ وویل، چې یواځې د خپلواکۍ له لارې کوردان خپل امنیت خوندي کولی شي.
په ورته مهال د کوردستان چارواکي وايي، دا ټولپوښتنه په دې مانا نه ده چې سملاسي پلې شي.
د عراق کوردستان کې د بي بي سي خبریال وايي، سهار د کورنو د پاسه، د خونو د دروازو په سر او پر ګاډو د کوردستان بیرغونه ځوړند شوي وو.
"ډېری خلک داسې ښکارېدل، لکه واده ته چې روان وي. ځانګړې کوردي جامې یې اغوستې وې... ځکه پایله وارمخکې اټکل شوې ده. د هو رایه به ډېره وي".
د هغه په خبره، هغه ګوندونه لکه ګوران یا بدلون او د کودرستان اسلامي ګوند چې د دې ټولپوښتنې مخالف وو، د شپې یې له خلکو وغوښتل چې رایه کې ګډون وکړي او مثبته رایه ور کړي.
زموږ خبریال زیاتوي رایپاڼې په څلورو ژبو کوردي، عربي، سریاني او ترکي وې:
"چارواکو په دا ډول غوښتل دا پیغام ور کړي چې سره له دې دا ټولپوښتنه د عراق د کوردانو د خپلواکۍ لپاره ده، خو نور وګړي به هم پکې ګډون وکړي".
ایران کې خوشالۍ
ځینې ویډیويي تصویرونه د ایران کورد مېشتو ښارونو کې د کوردانو خوښۍ ښيي.
دوی د عراق کوردستان د ټولپوښتنې پایلو ته خوشال دي.
په ورته مهال د فرانسې خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خولې وايي، له ټولپوښتنې سره سره له عراقي کوردستان سره ځمکنۍ پوړلې پرانیستې دي.
د بهرنیو چارو وزارت بیانیه کې زیاته شوې: " د ایران او د عراق کوردستان سیمې ترمنځ پولې پرانیستې دي. دمګړۍ یواځې د ایران او سیمې ترمنځ هوايي پولې تړلې دي".
دا په داسې مهال ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دې مخکې ویلي و: "د عراق د حکومت په غوښتنه مو هوايي او ځمکنۍ پولې تړلې دي".
د کورواک کوردستان مشر مسعود بارزاني د عراق له مرکزي حکومت سره ګډون ماته خوړلې تجربه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی بیا دا تجربه تکرارول نه غواړي.
هغه پر بغداد تور ولګاوه چې کوردان یې له خپلو حقونو بې برخې کړي او سپکاوی ورته کوي.
نوموړي د ایران او ترکیې دا اندېښنه هم ونه منله چې دا ټولپوښتنه به په سیمه کې د بې ټیکاوۍ سبب شي.
هغه زیاته کړه چې له ایران او ترکیې سره ښه اړیکي غواړي.
هغه دا هم وویل چې نړیوالې ټولنې ته به وښیي چې د سیمې امینت ته ګواښ نه دي.
د ایران، ترکیې او عراق د مشرانو خبرې
تېره ورځ رپوټ شوې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني له ترک سیال رجب طیب اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې د کوردستان له خپلواکۍ سره مخالفت کړی دی.
دواړه هېوادونه د عراق له کوردستان سره ګډه پوله لري او له کورد وسلوالو سره جنګېږي.
د ایران بل خبري اژانس ایرنا وايي، ولسمشر روحاني د عراق د لومړي وزیر حیدر عبادي سره هم خبرې کړي او په دې برخه کې یې د ده د دریځ ملاتړ کړی دی.
د روحاني په خبره، د عراق اساسي قانون ته باید ټول درناوی ولري او مخالفت کول یې د بې قانونۍ په مانا دي.
نوموړي ډاډ ور کړی چې په دې برخه کې به د عراق د حکومت ملاتړ وکړي.
ایران او تورکیې په وروستیو ورځو کې د کورواک کوردستان له پولو سره ګډې پوځي مانورې هم وکړې.