نجلۍ د خپل بدن غړو بسپنولو سره د اتو کسانو ژوند وژغوره

د عکس سرچینه، LAYZELL FAMILY
د ديارلس کلنې جمايمه (چې د ماغزو ناروغۍ له امله ومړه) د بدن غړو، د پنځو ماشومانو په گډون د اتو کسانو ژوند وژغوره.
هغه په ٢٠١٢ م کال کې مړه شوه، خو له مړينې وړاندې يې نورو ته د خپل بدن د غړو پيوندولو اجازه ورکړې وه.
جمايمه خپل زړه، تریخى، سږي، پښتورگي، ينه او کوچنۍ کولمه بسپنه کړل یا نورو ته وبښل.
د جمايمه مور او پلار وايي "هغه مهربانه، ځيرکه او نوښتگره وه." او زياتوي چې اوس به پر خپل ميراث وياړي.
جمايمه چې په ٢٠١٢ م کال کې يې د خپلې مور د زوکړې ٣٨ کليزې ته تيارى کاوه، بېهوښه شوه او څلور ورځې وروسته په روغتون کې مړه شوه.
د نوموړې زړه، تریخى او کوچنۍ کولمه دريو بېلابېلو کسانو ته پيوند کړل شول.
پښتورگي يې دوو نورو وگړو او بيا دواړه سږي يې يوه بل کس ته ورکړل شول.
د نوموړې ينه په دوو برخو وويشل شوه او د دوو کسانو ژوند پر وژغورل شو.

د عکس سرچینه، LAYZELL FAMILY
د جماېمه مور لوسي وايي "جماېمه د بدن د غړو د بسپنه کولو په تړاو نه و اورېدلي او منل يې لږ گران و خو پر ارزښت يې پوهېده."
لوسي زياتوي د لور د بدن د غړو بسپنولو پرېکړه ورته گرانه وه خو احساس کوي چې سم کار شوى.
د بريتانيا د ملي روغتيا اداره وايي هېچا د بدن غړو بسپنولو له لارې دومره وگړو سره مرسته نه وه کړې.









