تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نږور ته سزا ورکولو لپاره خواښې، خسر ۱۳۰۰۰ کیلومتره سفر کړی
د امریکا فلورېډا کې پولیسو ویلي یوې هندۍ جوړې د خپلې نږور (لارې ته سمولو) لپاره ۱۳۰۰۰ کیلومتره سفر کړی دی.
ویل کېږي ۶۷ کلن جسبیر او ۶۲ کلنه مېرمن یې بهوپیندرا له پنجاب ایالته د امریکا هیلسبورو سیمې ته د خپل زوی دیوبیر ښځې ته د 'سبق ور ښوولو او له بې لارۍ راګرځولو ' لپاره تللي وو.
سیلکې ګاینډ پولیسو داسې حال کې وروسته موندلې وه چې په وهلو ډبلو یې مخ پړسېدلی و.
د نوموړې پر خسر، خواښې او مېړه اوس د تاوتریخوالي په ګډون یو شمېر تورونه لګېدلي دي.
ویل کېږي خسر یې پر مرۍ چاړه ورایښې وه. د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي د پولیسو له رسېدو مخکې مېرمن سیلکې د یوه څه مهال لپاره ایساره ساتل شوې وه او وروسته هم په لومړي سره کې کورته د پولیسو ننوتو مخه نیول شوې وه.
مېرمې سیلکې د ځان او یوې کلنې لور ژغورنې لپاره له پولیسو مرسته غوښتې وه. د یکشنبې پر ورځ هغې یوې ځايي محکمې ته ویلي، ۳۳ کلن مېړه یې ورته د وژلو ګواښ کړی و :
''زه ډېره ډارېږم، تېره شپه هغه راته ویل که پولیسو ته دې معلومات ورکړل، وژنم دې. تاسې پوهېږئ؟ هغه زه وژلم! ټیلیفون کې یې راته ویل، که پولیس دې خبر کړل ستا له وژلو وروسته به ځان هم ووژنم. ''
چارواکي وايي، پر جسبیر کلسي او کورنۍ یې د وهلو ټکولو، ایسارولو او له پولیسو د مرستې غوښتنې پر وړاندې د خنډ کېدو تورونه لګېدلي دي.