افغانستان د برېکس اعلامیه هرکلی کړی

د افغانستان حکومت د نړۍ پنځو مهمو اوڅارېدونکو اقتصادي هېوادونو ټولنې یا برېکس د هغه اعلان هرکلی کړی،، چې په افغانستان کې یې د وسلوالو طالبانو، اسلامي دولت او نورو ډلو تاوتریخوالی غندلی دی.

افغان چارواکو ویلي دي ترهګري یوازې افغانستان ته نه، بلکې ټولې سیمې ته ګواښ دی. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند دواخان مینه پاله په دې اړه بي بي سي ته وویل:

''بې له شکه موږ یې هرکلی کوو، د بريکس غونډې د غړو دا دریځ پر ځای بولو. هېوادونه دغې پایلې ته ورسېدل، چې هغه هېوادونه چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، هغه هېوادونه چې ترهګرو ته په خپله خاوره کې ځای ورکوي، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره باید پر دغو هېوادونو فشار راوړل شي.

موږ په دې باور یو چې ترهګري یوازې افغانستان ته ګواښ نه دی، بلکې دا د سیمې او نړۍ په کچه یو ګواښ دی. له دغه ګواښ سره باید د سیمې او نړۍ په کچه مبارزه وشي او بې توپيره مبارزه باید ورسره وشي. ''

د برېکس په اعلامیه کې راغلي:

"برېکس په سیمه کې ناامني او د طالبانو، اسلامي دولت، القاعده او نورو ډلو لکه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، حقاني شبکې، لښکر طیبه، جیش محمد، پاکستاني طالبانو غورځنګ او حزب التحریر تاوتریخوالی غندي".

برېکس په خپل ۴۳ مخیز بیان کې په افغانستان کې د سملاسي اوربند غوښتنه هم کړې ده.

دغو هېوادونو د دوشنبې په ورځ چین کې د خپلې سرمشریزې بیان کې وویل، چې ترهګرۍ کې ښکېل او د هغوی سمبالګر او ملاتړي محکمې ته کشول غواړي.

دوی دا هم وايي، چې د ترهګرۍ له منځه وړل اول د اړوند حکومت کار دی او په دې برخه کې نړیواله همکاري هم باید د اړوند هېواد د خپلواکۍ نه زیانمنولو او نه لاسوهنې له مخې وي.

اول ځل د پاکستان مېشتو ترهګرو غندل

د نړۍ پنځو مهمو اوڅارېدونکو اقتصادي هېوادونه ټولنې یا برېکس په لومړي ځل خپل بیان کې د پاکستان جیش محمد او لښکر طیبه هم وغندل، چې هند یې په خپله خاوره کې په تاوتریخوالي تورنوي.

له دې مخکې باور نه و چې برېکس به پاکستان مېشتي وسلوال په تېره هغه ډلې چې هند یې په خپله خاوره کې په تاوتریخوالي تورنوي وغندي.

د برېکس له دې سرمشریزې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم وویل:

"موږ ته پته ده چې هند د پاکستان له لوري د ترهګرۍ ضد مبارزې په هکله خپلې غوښتنې لري، خو زما په اند په برېکس کې پر دې مسله بحث کول سم کار نه دی".

خو اوس د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې دا ډلې د سیمې امنیت خرابولو کې لاس لري.

ګېنګ شونګ له هندوستان ټایمز سره خبرو کې ویلي:

"د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم پر دغو ډلو بندیز لګولی دی او د افغانستان مسله کې مهم اغېز لري".

د هند ډيپلوماټیک بری

د برېکس له خوا د جیش محمد او لښکر طیبه غندل د هند ډيپلوماټیکه بریا بلل کيېږي، ځکه د برېکس د پنځو غړو هېوادونو مشرانو په خپل ګډن بیان کې دا ډلې سختې غندلې او د ترهګرۍ ضد جګړې د کولو ژمنه یې کړې ده.

اوس به لیدلی شي چې د ملګرو ملتونو له خوا د جیش محمد د مشر مسعود اظهر د نړیوال ترهګر بللو هڅې ته به چین کوم ډول غبرګون ښيي.

هند یو ځل پخوا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې مسعود اظهر د ترهګرو نوملړ ته ورزیات کړي، خو بېجینګ یې مخنیوی وکړ.

برېکس د برازیل، روسیې، هند، چین او سوېلي افريقا د نومونو له لومړیو تورو جوړه کلیمه ده او دغه هېوادونه یې غړي دي. بل لور ته څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان سره د خبرو په تړاو څرګندونې وکړې او ویې ویل، چمتو دی، چې له پاکستان سره د جوړجاړي په اړه خبرې پیل کړي اوس ښاغلي مینه پال ویلي پاکستان د دوی دغه وړاندیز منلی دی.

دوا خان مینه پال وايي، افغانستان د خبرو وړاندیز کړی، چې د پاکستان له لوري منل شوی دی او په وینا یې 'په نژدې راتلونکې کې به له پاکستان سره د سولې د راتګ په تړاو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې بحثونه پیلېږي. '