پګي وایټسون؛ په تشیال کې تر ټولو ډېره اوسېدلې مېرمن

امریکايۍ ستورمزلې پګي وایټسون په نړیواله فضايي اډه کې تر بل هر چا ډېره اوسېدلې ده.

۵۷ کلنې وایټسون په نړیواله تشیالي اډه کې ۶۶۰ ورځې تېرې کړې او بیا په قزاقستان کې ځمکې ته را کوزه شوه.

تر اغلې وایټسون وړاندې بلې امريکايۍ مېرمنې، جف ویلیامز په نړیواله تشیالي اډه کې ۵۳۴ ورځې تېرې کړې وې او نړیوال ریکارډ یې په نوم کړی و.

نړیواله تشیالي اډه له اره ۱۰۰ میلیون ډالري څېړنیز ازموینځی دی چې په ۴۰۰ کیلومټرۍ کې له ځمکې ګردچاپیره ګرځي.

اغلې وایټسون پخپل درېیم ماموریت کې ډېر وخت د سږو د سرطان د هډوکو د سلولونو په اړه په څېړنو تېر کړی دی.

اغلې وایټسون تر اوسه شپږ ځلي له نړیوالې تشیالي اډې بهر وتلې چې دا هم پخپل ذات کې تر ټولو ډېر وخت دی چې یوه ستورمزلې یې له اډې بهر تېروي.

نوموړې د تشیالي څېړنو په برخه کې تجربه لرونکۍ امریکايۍ ستورمزلې ده.

پګي وایټسون د امریکا په ایووا ایالت کې زېږېدلې او د بیوشیمۍ متخصصه ده.

مخکې تر دې چې نوموړې په ۱۹۹۶ کال تشیالي څېړنیزو سفرونو ته نومانده شي، نو په ناسا کې یې پر مهمو څوکیو دندې تر سره کړې وې.

هغې خپل تشیالي سفر په ۲۰۰۲ کال کې پیل کړ او په ۲۰۰۷ کال کې لومړنۍ مېرمن شوه چې د نړیوالې تشیالي اډې د چلولو چارې یې پر غاړه واخیستې.

اغلې وایټسون له دوو نورو ستورمزلو سره یو ځای په قزاقستان کې ځمکې ته را کښته شوه.

د دوی یو ځای را کښته کېدنه له مخکې پلان شوې وه.