امریکا له جنوبي کوریا سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا د جنوبي کوریا له ځواکونو سره د شمالي کوریا د احتمالي بریدونو د مخنیوي په پار ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.
دغه پوځي تمرینونه به نن دوشنبه د اګسټ په ۲۱ پیل او لس ورځې به دوام وکړي.
د شمالي کوریا یوې ورځپاڼې لیکلي، امریکا په دې کار سره پر بل شوي اور تېل پاشي.
د راپورونو له مخې په دغه پوځي مانور کې ۱۷ زره او ۵۰۰ امریکايي پوځيانو برخه اخیستې ده، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته مانور کې ۲۵ زره امریکايي هغو ګډون کړی و.
یاد مانورونه هر کال دوه ځلي د امریکايي او جنوبي کوریا د ځواکونو ترمنځ تر سره کېږي.
د امریکا د دفاع وزیر جمیز ماتیس وايي، له جنوبي کوریا سره په ګډ مانور کې د کمو امریکايي ځواکونو ګډون د شمالي کوریا له مسلې سره کوم تړاو نه لري.
شمالي کوریا په دا وروستیو کې ویلي، په ارام سمندر کې یې د ګوام پر ټاپو، چې د امریکا د قلمرو برخه ګڼل کېږي، د برید پلان ارزولی او په نږدې ورځو کې به بشپړ شي.
د شمالي کوریا د څرګندونو په غبرګون کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، که شمالي کوریا خپل هڅوونکي چلند ته دوام ور کړي، داسې کار به ور سره وشي چې تر اوسه ډېرو کمو هېوادونو سره شوی دی.
نوموړي زیاته کړې وه، پیویانګ به له (غوسې او لمبو) سره مخامخ شي.








