تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسپانیا کې د ۱۳ کسانو له وژنې وروسته بل ورته برید شنډ شو
د اسپانیا پولیس وایي، پنځه کسان چې د باروتو ملاوستوني یا کمربندونه یې درلودل او د بارسلونا په څېر د مرګ هڅه یې کوله، په کمبریلز ساحلي ښار کې ووژل شول.
امنیتي ځواکونو په کمبریلز کې چې له بارسلونا ۱۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی، خلکو ته خبرداری ور کړی چې سړکونو ته ونه وځي.
د دې ښار له بندر سره د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د اسپانیا رسنۍ وايي، په کمبریلز کې هم بریدګرو پر څو کسانو موټر وخېږاوه چې له امله یې یو پولیس او شپږ ولسي وګړي ټپیان شول.
رویټرز خبري اژانس د چارواکو له خولې وايي، دې بریدګرو ځانمرګي واسکټونه درلودل، په دې سبب امنیتي ځواکونه څو کنټرولي چاودنې په پام کې لري، چې په سیمه کې ممکنه چاودنې شنډې کړي.
د دوو کسانو نیول
د رپوټونو له مخې موټروان د بارسلونا په رامبلا کې په چټکۍ پر خلکو موټر وخېږاوه، بیا کوز شو او وتښتېد.
امنیتي ځواکونه د دغه کس د موندلو هڅه کوي او دوی په سیمه کې دوه تورن نیولی دي.
رویټرز خبري اژانس وايي، د بارسلونا په څنډو کې یو بل تورن له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.
اسپانوي پولیسو د دریس اوکبیر( مراکش کې زېږېدلی) انځور سره داسې اسناد خپاره کړي چې ښيي پر خلکو خېږول شوی موټر ده اجاره کړی و.
وروستي رپوټونه وايي، دریس اوکبیر پولیسو ته ویلي چې دغه پېښه کې یې لاس نه درلود او کوم اسناد چې د موټر اجاره کولو لپاره کارول شوي، هغه ترې ورک شوي دي.
رامبلا لوی سړک د بارسلونا خورا بیروباري سیمه ده او شپه ورځ له اسپانوي وګړو، سیلانیانو او سړکوالو هنرمنانو ډکه وي.
د بارسلونا برید
چارواکي وايي، د کمبریلز پېښه د پنجشنبې ورځې د بارسلونا له هغې سره ورته ده.
نامعلوم شخص د بارسلونا سیلګري سیمه کې خپل موټر پر خلکو وخېږاوه او وتښتېد.
په دې پېښه کې د ۱۳ کسانو پر وژل کېدو سربېره ۸۰ کسان ټپي هم دي، چې د لسو حالت نازک دی.
اسلامي دولت ډلې یا داعش دا برید منلی او وايي "د اسلامي دولت سرتېرو" دا برید کړی دی.
د اسپانیا لومړي وزیر دا برید د "جهادیانو برید" بللی دی.
اسپانوي چارواکي د بارسلونا او کمبریلز بریدونه په الکانار ښار کې د چهارشنبې ورځې له برید سره په تړاو بولي.
په هغه ورځ په کور کې چاودنه وشوه چې یو کس پکې ووژل شو.
پولیس وايي، د دې کور اوسېدونکيو بم جوړاوه چې وچاودېد.
د بریدونو خبرداری او غندل
بارسلونا کې د پنجشنبې ورځې برید د اروپا مختلفو سیمو کې د تېر کال د جولای بریدونو یاد تازه کوي.
د بي بي سي خبریال د اسپانوي رسنیو له خولې وايي، د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې نږدې دوه میاشتې مخکې اسپانوي چارواکو ته د ممکنه بریدونو خبرداری ور کړی و.
د امریکا ولسمشر دا برید غنلی او وايي: "امریکا د اسپانیا بارسلونا کې ترهګریز برید غندي او هر اړین ګام پورته کول غواړي، سخت او پیاوړي اوسئ او موږ ستاسو ملګري یو".
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین هم ویلي چې د بارسلونا برید د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره نړیوال یوالي ته اړتیا ښيي.
د برتانیا لومړۍ وزیرې هم د تېرې ورځې د برید له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او وايي: "برتانیا اوږه په اوږه له اسپانیا سره د ترهګرۍ پر ضد ولاړه ده".
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرونه هم د یوه بیان په خپرولو سره ویلي: "موږ یو موټی او هوډمن پاتې کېږو".