پر ناګاساکي د اتوم بم غورځولو پرېکړه څنګه شوې وه؟

    • Author, موهن لال شرما
    • دنده, بي بي سي هندي

د ۱۹۴۵ کال د اګست میاشتې پر شپږمه نېټه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان پر هېروشیما ښار اتوم بم وغورځول شو.

د هغه بم له چاودنې وروسته ۱۳ مریع کیلومتره سیمه ورانه ویجاړه شوه. څو شېبو کې لسګونه زرګونه خلک د مرګ کومي ته لاړل او د دغې غمېزې څخه درې ورځې وروسته د اګست پر نهمه د جاپان پر بل ښار ناګاساکي هم اتوم بم وغورځول شو.

پوښتنه دا ده، چې ناګاساکي ولې په نښه شو؟

د اګست اتمه شپه تېره وه. د لوی خټکي بڼې ته ورته بم د امریکا په بي ۲۵ سوپر فوټریس ډوله الوتکه کې ایښی و. د هغه بم وزن ۴۰۵۰ کیلوګرامه و.

د دغه دویم بم هدف د جاپان کوکرا ښار و، چې د جاپان د وسلو ډېرې کارخانې په همدې ښار کې وې. د سهار نهه بجې او ۵۰ دقیقې وې، چې تر الوتکه لاندې کوکرا ښار ولیدل شو. الوتکه له ځمکې ۳۱ زره فوټه پورته الوته.

لاندې ښار په وریځو کې پټ و. الوتکه وګرځېده او یو ځل بیا پر ښار راغله، د وریځو لرې کېدو انتظار یې کاوه، خو دا ځل هم ښار وریځو کې پټ و او لاندې د توپونو له خولو اور بادیده.

همدا مهال د الوتکې تیل په لږېدو شول او ایله دومره تیل په کې پاتې وو، چې بېرته خپل مرکز ته ستنه شي.

د دغه ماموریت ډلګۍ مشر وروسته ویلي و: موږ چې سهار نهه بجې الوت وکړ، هدف مو کوکرا و. هلته چې ورسېدو د ښار فضا وریځو نیولې وه او موږ ته د سیمې پرېښوولو امر وشو. موږ د دویم هدف پر لور وخوځېدو چې ناګاساکي و.

لږ وروسته یو ستر بم د ځمکې پر لور وښوېد. ۵۲ ثانیې په هوا کې و او وروسته له ځمکې ۵۰۰ فوټه پورته هوا کې وچاودید.

هغه مهال ساعتونو کې ۱۱ بجې او دوې دقیقې وې. د ستنې په بڼه د اور یوه لمبه له ځمکې پورته شوه، چې سوکه سوکه پراخیده او وروسته یې ټول ښار ونیو. د ناګاساکي پر ساحل ولاړو کښتیو هم اور اخیستی و. هېڅوک نه پوهېدل چې ښار سره څه شوي دي، له پوهېدو مخکې هر څه په خاورو ایرو بدل شوي وو.

له ښاره بهر یو شمېر جنګي اسیرانو یوه کان کې کار کاوه. له هغوی نه یوه وویل:

''په ښار کې په نوم انسان پاتې نه و. موږ وپوهېدو، چې یو څه داسې شوي دي، چې عادي چاره نه ده. هر لورته مړي پراته وو. د خلکو مخونه، لاسونه او پښې ویلي شوي وو. موږ د اتومي بم نوم هم نه و اورېدلی. ''

ناګاساکي د غرونو په منځ کې پروت ښار و او له همدې کبله یې ورانی ویجاړی له شپږ اووه کیلومتره پراخ خپور نه شو. وروسته معلومه شوه، چې هیروشیما کې ۱۴۰ زره کسان وژل شوي وو او ناګاساکي کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۴ زره و.