يوه نجلۍ چې خپل ملګری یې ځانوژنې ته هڅولی و زنداني شوه

امریکا کې یوې محکمې یوه نجلۍ په ماساچوسټس ایالت کې له دې کبله دوه نیم کاله بندي کړې ده، چې په یوه تیلیفوني اړیکه او لیکلو پیغامونو کې یې خپل ملګری ځانوژنې ته هڅولی دی.

۲۰ کلنه میشل کارټر به د بند موده د زندان د تیارو تر شا تېروي او ټیک پنځه کاله به څارل کېږي.

کارټر په تېره جولای میاشت کې تورنه وګنل شوه. هغې خپل لونډه (نارینه ملګری) کونراډ روی د ۲۰۱۴ کال په جولای میاشت کې ځانوژنې ته هڅولې و.

د روی پلار محکمې ته وویل: "زړونه مو لوېدلي. زوی مې تر ټولو نژدې ملګری و".

کارټر هم ښايي له ۲۰ کلونو بند له سزا سره مخامخ شي.

خو د هغه دفاعي ډلې ویلي، دې او ملګري یې دماغي ستونزه لرله.

څارنوالۍ ویلي: "دې غوښتل د ملګري د ژوند ختمولو سره خپل ژوند ښه کړي". خو د هغې وکیل ویلي: "هغه ډېر ناوړه حالت کې وه، چې اوس پښېمانه شوې ده."

قاضي لورانس مونیز شک وښود چې ګني هغه به دومره نه وه چې خپل ملګری ځانوژنې ته وهڅوي.

څارنوال د روی د مور هغه لیک ولوست چې پکې لیکل شوي: "هېڅ داسې ورځ نه ده راغلې چې د خپل خواږه زوی له بېلتون مې ژور درد نه وي لیدلی".

ښکاري چې دا مسله کومه قانوني سابقه نهلري، په ماساچوسټس ایالت کې داسې قانون نه شته چې یوڅوک د ځانوژنې په هڅولو پړ وګڼي.

کارټر په اولس کلنۍ کې په ۲۰۱۴ کال روی داسې حالت کې وموند چې په ګازو مسموم شوی و.

کارټر روی ته په خپل لیک کې لیکلي وو: "ځان زندۍ کړه، په چړې ځان ووهه، له یوې ودانۍ ځان راوغورځوه. نه پوهېږم، ډېرې نورې لارې هم شته."

د لیک وروستۍ برخه کې د روی له مرګ وړاندې راغلي: "کونراډه، دا کار باید وکړې. بیا به ازاد او خوشحاله یې."